تر ساعتو انتظار وروسته مې بیا هم رایه ورنه کړه
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو د رایې اچونې په مرکزونو کې یې د معلولانو لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نه دي نیولي.
د معلولانو د حقونو ملاتړي وايي، د اسانتیاوو د نشتوالي له امله به لسګونه زره معلولان له رایې کارولو محروم شي.
د کاپیسا اوسېدونکی سهیل وايي، د ټاکنو کارت لري، خو د رایې اچونې په مرکز کې د معلولانو لپاره د ځانګړي اسانتیاوو د نه شتون له امله ښايي خپله رایه ونه کارولی شي.
نوموړی - چې اوس په درې ټایره بایسکل یا ویلچیر کې له یوه ځایه بل ځای ته ځي، وايي تېرو ټاکنو کې یې کارت اخیستی و، خو تر د رایې اچونې تر صندوقه ونه رسېد:
"زه پخپله ویلچیر کې د رایې اچونې مرکز مخې ته کابو دوه ساعته ولاړ وم، خو د چا له مرستې پرته مې رایه نه شوه کارولی. څو ځلې مې له خلکو مرستې غوښتلو ته خوله جوړه کړه، خو بیا به مې له ځان سره ویل، هسې نه څوک راته ووایي ګوډ سړی په کور کېنه، ستا یې له ټاکنو سره څه."
که څه هم یو شمېر معلولانو ته د رایو تر صندوقه تګ ستونزمن دی، خو سهیل غواړي د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو کې رایه وکاروي:
"په پارلمان کې باید څو څوکۍ معلولانو ته ځانګړې شي. که معلول کاندید ولرو، هغه به زموږ ستونزې ښې درک کړای شي او د نورو معلولانو د رایې اچونې لپاره به لاره هواره کړي."

۳۳ کلن سهیل چې د څلورو ماشومانو پلار دی، ۷ کاله وړاندې هغه مهال چې د ملي اردو افسر و، په هلمند ولایت کې یې په ماین چاودنه کې دواړې پښې له لاسه ور کړې دي.
نوموړی د افغانستان د څلورو لسیزو د جګړې د قربانیانو له ډلی یو دی.


د رایې اچونې مرکزونو کې معلولانو ته د ځانګړو لارو نه شتون، ترانسپورتي ستونزې او په دې برخه کې د مسوولانو نه پاملرنې معلولان یې اندېښمن کړي دي.
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، تر اوسه یې د رایې اچونې په بهیر کې د معلولانو لپاره د ځانګړې اسانتیا تابیا نه ده کړې.
د ټاکنو کمېسیوان ویاند ذبیح الله سادات بي بي سي ته وویل، یوازې له ړندو سره به د رایې اچونې په مرکزونو کې د دوی کارکوونکي مرسته وکړای شي.
پتېیل شوې چې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو په ۲۱۰۰۰ مرکزونو کې خلک رایې وکاروي چې ډېری یې په ښوونځیو او جوماتونو کې دي.
د افغانستان د معلولانو د حقونو فعال ډګروال شیر ولي د افغانستان د اساسي قانون ۳۳ مې مادې په استناد چې هر وګړی د رایې ور کولو او نوماندېدلو حق لري، وايي، معلولان باید په هېڅ وجه په ټاکنو کې له خپلو حقونو بې برخې شي:
"یوازې څو سلنه معلولان به رایه واچولی شي، ځکه د رایې اچونې مرکزونو ته د تګ پر ستونزې سربېره دوی ته عامه پوهاوی نه دی ور کړل شوی. لسګونه زره معلولان به له رایې اچونې پاتې شي، چې دا یوه لویه ضایعه ده."

تر اوسه پورې په افغانستان کې د معلولانو کره شمېر معلوم نه دی، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي، له دوی سره څه باندې ۱۲۰ زره هغه معلولان راجستر دي چې د ماین چاودنو او جګړو قربانیان دي.
په افغانستان کې د جګړې پر معلولانو سربېره، د طبیعي او ترافیکو پېښو او مور ذاتي معلولانو شمېر هم نسبتاً ډېر دی.
که اسانتیا ورته برابره شي، ګډون او رایې یې د ټاکنو پر پایلو اغېز پرېباستلی شي، خو دا چاره لږ تر لږه په راتلونکو ټاکنو کې له تمې لرې خبره ده.










