د افغان ولسي جرګې ټاکنې او د معلولانو اندېښنې

د ویډیو تشریح، د افغان ولسي جرګې ټاکنې او د معلولانو اندېښنې

د افغانستان ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسي جرګې ټاکنو کې يې د رایې مرکزونو کې د معلولانو لپاره ځانګړي تدبیرونه پام کې نه دي نیولي. د معلولانو د حقونو ملاتړي وايي، د اسانتیاوو نشتوالي له امله به لسگونه زره معلولان له رایې ورکولو بې برخې پاتې شي. د افغان کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي دوی د یوازې ۱۲۰ زره داسې معلولانو نومليکنه کړې چې د جنګ جګړو او ماین چاودنو کې یې د بدن غړي بايللي دي. کابل کې زموږ خبریال سیدولي ناصر د همداسې یوه معلول لېدو ته ورغلی چې په تېرو ټاکنو کې هم نه و توانېدلی رایه ورکړي.