افغان ټاکنې: د ښځو پیکه ونډې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ځنډولې

د ټاکنو کمېسیون د شمېرو له مخې د تلې میاشتې پارلماني ټاکنو لپاره ۲۵۶۵ کسانو ځانونه کاندید کړي دي چې په دې کې یوازې ۴۰۰ یې ښځې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټاکنو کمېسیون د شمېرو له مخې د تلې میاشتې پارلماني ټاکنو لپاره ۲۵۶۵ کسانو ځانونه کاندید کړي دي چې په دې کې یوازې ۴۰۰ یې ښځې دي.
    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د هېواد په ۱۲۰ ولسوالیو کې هیڅ یوې ښځې ټاکنو کې د ولسوالۍ شورا ته ځان نه دی کاندید کړی او له همدې کبله د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ځنډول شوې دي.

له دې مخکې ویل شوي و، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو ټاکنې به د راتلونکې تلې میاشتې پر ۲۸مه وشي.

په داسې حال کې چې د افغانستان نژدې نیمايي اوسېدونکې ښځې دي، د افغانستان ټاکنوخپلواک کمېسیون وايي، له نهه میلیونه افغان رایه ورکوونکو څخه شاوخوا درې میلیونه ښځې دي.

د ټاکنو کمېسیون د شمېرو له مخې د تلې میاشتې پارلماني ټاکنو لپاره ۲۵۶۵ کسانو ځانونه کاندید کړي دي چې په دې کې یوازې ۴۰۰ یې ښځې دي.

څارونکي بنسټونه وايي، راروانو ټاکنو کې د تېرو نورو ټاکنو پر تله د رایه ورکوونکو ښځو برخه کمرنګه شوې خو د ښځینه نوماندانو برخه بیا د تېر پر تله ښه ده.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا یوه مسوله مریم اروین وايي، په ۳۴ ولایتونو کې د ارزونو موندنې ښيي چې د ټاکنو ترسره کوونکو بنسټونو لخوا د ښځو د ونډې پر وړاندې بې پروايي شوې ده.

د دې بنسټ چارواکي وايي، د نهو ولایتونو د نوملیکنې په یو شمېر مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکې نه شتون له کبله ښځو د رایې ورکړې لپاره نوملیکنه نه ده کړې.

د فیفا ارزونې ښيي چې ان د ټاکنو په کمېسیون کې هم د ښځو ونډه له درې سلنې کمه ده.

سره له دې چې د ټاکنو کمیسیون په کابل او ولایتونو کې لوی تشکیل لري خو د ولایتونو په کچه د کمېسیونونو په مشرۍ یوه ښځه هم نه ده ګومارل شوې.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ټیفا ویانده صغرا سعادت وايي، د تېر پر تله د نوماندو ښځو ونډه ډېره ده او نوې څېرې دي خو بیا هم په ټاکنو کې د یوې پاموړ وڼدې ښکارندوي نه کوي:

''زمونږ تعریف د ښځو له ونډې یا برخې اخیستو څخه دا دی چې ښځې وکولی شي په خپلواکه توګه، له جبر او زور پرته په ټاکنو کې برخه واخلي او زمینه ورته برابره شي.

زمونږ تمه دا وه چې په دغو ټاکنو کې به د تېرو ټاکنو پر تله د ښځو ستونزې کمې وي خو له بده مرغه اوس یوازې د ټاکنو ترسره کېدو ته ډېره پاملرنه کېږي له دې چې د ټاکنو په ونډه یا برخه اخیستو باندې خبرې وشي. ''

په ټول کې د ټاکنو په اړه د خلکو کم پوهاوی هغه هم په ځانګړي ډول د ښځو د دې لامل شوی چې دوی د ټاکنو پر وړاندې بې پروا او وڼده یې کمرنګې شي.

له یوې خوا چې د ښځو ونډه کمرنګې ده له بلې خوا هغه مېرمنې چې رایه ورکوي ډېرې یې د کورنیو نارینو لخوا ورته ښودل شوي کس ته رایه ورکوي.

د ولسي جرګې په ټاکنوکې چې د تلې میاشتې پر ۲۸مه ترسره کېږي ۴۰۱ ښځې به د ۶۸ څوکیو لپاره خپلو کې سیالي وکړي خو د رایه ورکوونکو ښځو شمېر به د ټاکنو په ورځ معلوم شي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي وايي، تمه لري هغو ښځو چې نوملیکنه کړې خپلې رایې وکاروي.

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ټول کې د ټاکنو په اړه د خلکو کم پوهاوی هغه هم په ځانګړي ډول د ښځو د دې لامل شوی چې دوی د ټاکنو پر وړاندې بې پروا او وڼده یې کمرنګې شي.

دولت او نړیوالې ټولنې په بېلا بیلو برخو کې د ښځو پر ونډه ټینګار کوي خو داسې ښکاري چې په سیاست او ملي پرېکړو کې د ښځو ونډه لا هم ډېره کمرنګې ده.

اټکل شوی و د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراو ټاکنې یو ځای ترسره شي خو په ۱۲۰ ولسوالیو کې هیڅ کومې ښځې ولسوالۍ شورا ته ځان نه دی کاندید کړی او له همدې کبله د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې چې په لومړي ځل افغانستان کې ترسره کېدې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ځنډولې دي.