د افغان ولسي جرګې ټاکنې او د ژمنتياوو بحثونه
افغانستان کې د ګوندونو لوی ملي ائتلاف د خپل هېواد د ټاکنو له کمسيون غوښتي، د هغو سيمو رايې دې لغوه اعلان کړي، چې د ټاکنو پر ورځ په کې د رايې ورکوونکو بايوميټريکې ځانګړتياوې نه ثبتېږي. د ټاکنو کمسيون ويلي د دغه سياسي ائتلاف پر وړانديزونو یې خبرې کړې، خو لا تر اوسه یې کومه پرېکړه نه ده کړې. له ټاکنو سره په تړاو د بحث يوه بله خبره د دوه ګوني تابعيت مسئله ده، چې د ولسمشر لپاره يې د کوم بل هېواد تابعیت نه لرل شرط دي، خو د ولسي جرګې کانديدانو لپاره بيا دا شرط نشته. نورګل شفق د ټاکنو لړۍ رپوټونو کې د تابعيت مسئلې ته کتنه کړې ده.