ننګرهار کې د ټاکنو تړل شوی دفتر بېرته پرانیستل شو

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د افغان ولسمشر سلاکار فضل محمود فضلي پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي، په ننګرهار کې د ټاکنو سیمه ییز دفتر چې پرون تړل شوی و، نن د پولیسو له خوا بېرته پرانیستل شو او ددغه دفتر کارکوونکو ته ۱۶ مزاحمت کوونکي کسان نیول شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي هم پر خپل فیسبوک پاڼه لیکي، چې تېره شپه ناوخته پولیسو د ایتلاف په نوم د ځینو کسانو درول شوې خېمې ټولې او شپاړس کسان ونیول.

نوموړی وايي، اوس د دفتر دروازې د خلکو مامورینو او مراجعینو پرمخ پرانیستل شوې دي.

د هغه په وینا، د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزی وايي، له ټولو هغو نیول شویو کسانو سره به تر ټولو سخت قانوني چلند وشي چې په ناقانونه توګه خپلسري خوځښتونه کوي.

وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان کې د ځینو سیاسي ګوندونو له خوا د ټاکنیزو دفترونو تړل کېدل د ټاکنو د ځنډ لامل بللی و.

د دوشنبې په ورځ مازیدګر ناوخته ننګرهار کې د ټلوالې پلویانو د ټاکنو کمیسیون دفتر تړلی و.

ننګرهار کې د ايتلاف لسګونه پلويانو د دوشنبې په ورځ مازديګر مهال د ټاکنو کمېسيون ته څېرمه خېمه ووهله او د کمېسیون د دفتر دروازه يې وتړله.

ننګرهار

د عکس سرچینه، Facebook

د ننګرهار د والي وياند وايي عطاء الله خوږياڼي بي بي سي ته وويل، د کمېسيون دفتر داسې مهال تړل شوی چې کاري ورځ پای ته رسيدلې وه.

ښاغلي خوږياڼي زياته کړه، د کورنيو چارو وزارت د امر له مخې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او اجازه به ورنه کړي د ټاکنو کمېسيون د سبا ورځې لپاره تړلی پاتي شي.

بل خوا، ‌د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي د کمیسیون د دفترونو تړل له ټاکنیزې روڼتیا سره هېڅ ‌مرسته نه شي کولی.

ښاغلي عبدالله ویلي، ټول د رڼو ټاکنو غوښتونکي دي او د رای ورکوونکو بایومیتریک کېدل ددغو ګوندونو یوه غوښتنه ده.‌

که څه هم ښاغلي عبدالله وویل، ټاکنیز کمیسیون دې مدني ټولنې او ګوندونو ته د رڼو ټاکنو رامنځ ته کېدو لپاره د مشورو اخیستو وخت ورکړي او معقولې غوښتنې یې دې واوري، خو وړاندې ټاکنیز کمیسیون ویلي وو،‌ دوی تیار دی چې د ځینو سیاسي ګوندونو د ټلوالې غوښتنې هرځای چې وغواړي واوري.

عبدالله عبدالله

د عکس سرچینه، drabdullahabdullah/fb

د عکس تشریح، ښاغلي عبدالله ویلي، ټول د رڼو ټاکنو غوښتونکي دي او د رای ورکوونکو بایومیتریک کېدل ددغو ګوندونو یوه غوښتنه ده.‌

ټاکنیزو څارونکو بنسټونو له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د افغانستان د ټاکنیزې شخړې په حلولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وایي، په افغانستان کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو وروستي اعتراضونه او د ټاکنو د کمیسیون د دفترونو بندول د ټاکنو پروسې ته خنډ جوړوي، او ان کولی شي چې پخپله ټاکنې له ځنډ سره مخ کړي.

د کمیسیون خبرداری

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکړی، که کندهار او بلخ ولایتونو کې د دوی تړل شوي دفتر بېرته پرانیستل نه شي، ډېر امکان دی چې په دې ولایتونو کې پارلماني ټاکنې وځنډېږي.

د تېرې شنبې په ورځ‌ (وږی ۲۴مه) د لویې ملي ټلوالې په نوم د یوشمېر سیاسي ګوندونو پلویانو کندهار او بلخ کې ظاهراً ټاکنیز بهیر کې د روڼتیا د نشتوالي له کبله ددغه کمیسیون دفترونه وتړل.

بل پلو،‌ د افغانستان د ټاکنو کمیسیون رسنیو ته خبرداری ورکړی چې په خپلو کارونو کې د رسنیز طرز العمل له پامه غورځولو له امله به له سخت قانوني چلند سره مخامخ شي.

تادامیچي یاماموتو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي یاماموتو په خپله وینا کې وویل، افغان حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تخنیکي پلوه چمتو دي چې ټاکنې پر وخت ترسره کړي

د یاد کمیسیون چارواکي وايي، رسنۍ نه شي کولی د کمپاین له وخته مخکې له نوماندانو سره مرکې وکړي او یا دوی رسنیزو پروګرامونو ته وروبولي.

دوی ویلي سرغړونکې رسنۍ له خبرداري نیولې بیا ان د کار جواز له لاسه ورکولو له سزا سره مخامخ کېدی شي.

د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات بي بي سي ته وویل له سرغړونکو رسنیو سره به قانوني چلند کېږي او ښايي ان خپل د کار جواز له لاسه ورکړي.

تر دې وړاندې هم افغانستان کې د ټاکنو پر مهال یو شمېر نوماندان په درغلیو او سرغړونو تورن بلل شوي وو.

خو دا ځل د ټاکنو کمیسیون ادعا کوي چې د روڼتیا لپاره د نوماندانو په کړنو او پر نورو اړوندو چارو لکه په رسنیو کې د دوی ګډون او څرګندونو کلکه څارنه کوي.

دا مهال په افغانستان شاوخوا سل تلویزیوني شبکې، څه باندې یو سل او پنځوس راډیوګانې او سلګونه چاپي رسنۍ فعالیت کوي چې زیاتره احتمالي نوماندان پکې خپلو کمپاینونو ته لېواله دي.