ملګري ملتونه: د سیاسي ګوندونو کړنې افغان ټاکنو ته خنډ جوړوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وایي، په افغانستان کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو وروستي اعتراضونه او د ټاکنو د کمیسیون د دفترونو بندول د ټاکنو پروسې ته خنډ جوړوي، او ان کولی شي چې پخپله ټاکنې له ځنډ سره مخ کړي.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ (۱۷ سپټمبر) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې ځانګړې ناستې ته وکړې.
هغه زیاته کړه چې که ټول سیاسي مشران د سوله ییزو خبرو له لارې یوې هوکړې ته ونه رسېږي نو دی اندېښمن دی چې راتلونکې ټاکنې به پر وخت ترسره نشي.
ښاغلي یاماموتو په خپله وینا کې وویل، افغان حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تخنیکي پلوه چمتو دي چې ټاکنې پر وخت ترسره کړي، خو د یو شمېر سیاسي ګوندونو اندېښنې باید د خبرو له لارې ځواب شي.
نوموړي پر دې ګوندونو غږ وکړ چې د خپلو اندېښنو د لېرې کولو لپاره دې خبرې اترې وکړي، ځکه د ټاکنو د کمیسیون د دفترونو تړل د ستونزې حل نشي کېدلی.

د عکس سرچینه، UNAMA
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانکړي استازي همدا رنګه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنه وښوده او دا یې د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې یوه بله جدي ننګونه وبلله.
هغه د امنیت شورا ناستې ته وویل: "په افغانستان کې د مهمو پرېکړو وخت دی. دا پرېکړې به د افغانستان د ټولنې پر جوړښت او راتلونکي اغېز ولري. افغان به د اکتوبر پر ۲۰ نېټه خپله رایه کاروي. د سولې پر لور د بل ګام اخیستو لپاره باید د ملي اجماع له لارې ستراتیژیکې پرېکړې وشي".
یاده دې وي چې په افغانستان کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو ټلوالې له تېرو څو ورځو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.
دا ګوندونه له افغان حکومته غواړي چې باید د رڼو او ازادو ټاکنو په اړه دوی ته ډاډ ورکړي، او د ټاکنو درغلیو په اړه دې د دوی اندېښنو ته د قناعت وړ ځواب ووایي.
خو افغان حکومت وایي، سیاسي ګوندونه دې د خبرو له لارې خپلې اندېښنې او سپارښتنې له دوی سره شریکې کړي، او حکومت به د هر هغه چا پر ضد زور کاروي چې د ټاکنو د کمیسیون دفترونه تړي او دې بهیر ته خنډ جوړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي یاماموتو همدا راز اعلان وکړ چې ملګري ملتونه او افغان حکومت به د نومبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه په جینیوا کې د وزیرانو په کچه غونډه کوي، او خپلې ټولې هڅې به له سره ارزوي.
نوموړی په خپله وینا کې پر سولې او اوربند هم وغږېد، او زیاته یې کړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا وسله والو طالبانو ته د بې قید و شرطه خبرو وړاندیز د سولې لپاره سیاسي فضا رامنځته کړې، چې ښه بېلګه یې د کوچني په درېیو ورځو کې اوربند و.
ښاغلي یاماموتو پر دواړو خواو غږ وکړ چې باور فضا رامنځته کولو او راتلونکو خبرو لپاره دې اړین ګامونه پورته کړي.











