ابراهیمي: ټاکنې ګډوډوونکو سره ځواک کارولی شو

د ویډیو تشریح، اختر محمد ابراهیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ګواښه کړې، چې د هغو کسانو پروړاندې به ځواک وکارول شي، چې د ټاکنو کمیسیون اړوند دفترونه تړي او د کار مخنیوی یې کوي.

د افغانستان ټاکنو کمیسیون چارواکو پر حکومت غږ کړی چې د دفترونو کلک امنیت وساتي. د کورنیو چارو مرستیال اختر محمد ابراهیمي وویل، هرڅوک د مدني اعتراض حق کارول شي، خو ټاکنیز دفترونه نه شي بندولی.