مزار او کندهار کې د ټاکنو د ځنډېدو خبرداری

امنیتي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، که په کندهار او مزار شریف کې د ټاکنو کمېسونونو ولایتي دفترونه تړلي پاتې شي، نو په دغو ولایتونو کې به د ولسوالیو شوراګانو او ولسي جرګې د ځنډېدو وړاندیز وکړي.

د لوی ملي ایتلاف په نامه سیاسي ټلوالې پلویانو وړمه ورځ کندهار، هرات او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل او پرضد یې اعتراضونه پیل کړل.

په هرات ښار کې پولیسو د یکشنبې په ورځ لاریونوال د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دفتر له مخې په زور شړلي او د دغه کمیسیون دفتر بېرته د کارکوونکو پرمخ پرانیستل شوی.

خو په کندهار او مزار شریف کې لا هم دا دفترونه تړلي دي او ویل کېږي چې په جلال اباد ښار کې هم ځینې معترضان د ټاکنو کمېسون دروازه تړل غواړي، خو افغان امنیتي ځواکونه یې خنډ دي.

بله خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عزیز ابراهیمي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دغه کمېسون په کندهار او مزار شریف کې له امنیتي ځواکونو سره تماس روان دی چې د دغه کمېسون د ولایتي دفترونو دروازې پرانیزي.

"که دغو ولایتونو کې د کمېسون دروازې تړلې وي، موږ نور غوراوي هم لرو ".

په جلال اباد کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي، "همدا شېبه د ايتلاف پلويان ننګرهار کې د ټاکنو کمېسيون مخې ته راټول شوي، ور څېرمه يې خېمه وهلې او دوی هڅه کوي د ټاکنو دفتر کمېسيون وتړي".

تذکرې

د عکس سرچینه، NOOR RAHMAN AKHLAQI

د عکس تشریح، د افغانستان لوي ملي ایتلاف ځینې تذکرې هم رسنیو ته وښودلې چې وايي جعلي جوړې شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګیاڼی وايي، امنيتي ځواکونه سيمې ته رسيدلي او اجازه به ور نه کړي چې د ټاکنو د کمېسيون دروازه وتړل شي.

د شنبې پر ورځ( د سپټمبر ۱۵) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د هغو کسانو پر ضد د ځواک کارولو ګواښ وکړ چې د ټاکنو کمیسیون اړوند دفترونه تړي او د کار مخنیوی یې کوي.

خو د دا ډول کسانو پرضد تر اوسه یوازې هرات کې ګام پورته شوی دی.

د کمیسیون ویاند عزیز ابراهیمي بي بي سي ته وویل، د ټاکنو کمېسون د قانون له مخې که یوه سیمه کې ټاکنې له ستونزې سره مخ کېږي نو ځانګړې کمېټې ته به د ټاکنو د ځنډولو وړاندیز وکړي.

نوموړي زیاته کړه، هغه نوماندان چې د دې کمېسونونو د دفترونو تړلو کې ښکېل دي د نوماندۍ له وروستي نوملړ به و اېستل شي.

د معترضانو غوښتنې

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان لوی ملي ایتلاف په نوم ټلواله له ۳۵ ګوندونو او سیاسي بهیرونو جوړه ده.

د دې ټلوالې په ګډون د افغانستان ځینې ګوندونه له څو میاشتو راهیسې د ټاکنو بهیر پر روڼوالي نیوکې کوي.

دوی له افغان حکومته غواړي چې ټاکنو کې له بایو میتریک سیستم نه کار واخلي، ټاکنیز نظام بدل کړي او ګوندونو ته اجازه ورکړي چې ټاکنې وڅاري.

دوی زیاتوي، که غوښتنې یې ونه منل شي، اعتراضونه او مدني سرغړونې به کوي.

خو حکومت یې په ځواب کې وايي، ګوندونه باید له حکومت او کمیسیون سره په همکارۍ شته ستونزو ته د حل لار ومومي.