حکومت د ټاکنو په تړاو د یو شمېر ګوندونو غوښتنې "رد کړې"

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د افغان ولسمشر د دویم مرستیال په مشرۍ غونډه کې د ګوندونو استازو ته ویل شوي، حکومت داسې هیڅ وړاندیز نه شي منلی چې د ټاکنو د ځنډېدو لامل کېږي.
سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې چې د رایه ورکوونکو اوسنی نوملړ دې له منځه یوړل، د رایو سیسټم دې بدل او ګوندونو ته په ټاکنو کې ځانګړې ونډه ورکړل شي.
د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر وايي، هیڅ داسې وړاندیز نشي منلی چې په ټاکنو کې ځنډ رامنځته کوي.
د نوموړي له دفتر پرون ناوخته په خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوي، د حکومت او د ځینو ګوندونو د استازو په ګډه غونډه کې وپتیل شوه چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د راتلونکې تلې میاشتې په اته ویشتمه نیټه خامخا کیږي او حکومت په دې برخه کې هیڅ داسې وړاندیز نشي منلی چې په یاده نیټه د ټاکنو کېدل له خطر سره مخامخوي.
په وینا پاڼه کې د رایه ورکوونکو د اوسني نوملړ د لغوه کولو او د بایو مټریک په اړه ویل شوي حکومت ډاډه نه دی چې دا چاره به په ټاکلي وخت د یوې ځانګړې کمپنۍ د وړاندیز له مخې ترسره شي.
خو که د ټاکنو کمیسیون یې ومني حکومت په دې برخه کې کومه ستونزه نه لري.
باید وویل شوي چې د ټاکنو کمیسیون لا له وړاندې دا غوښتنه رد کړې وه .
حکومت د ټاکنیز نظام د بدلون غوښتنه هم نه ده منلې.
په دې وینا پاڼه همدې موضوع ته اشاره شوې چې د دې وړاندیز عملي کېډل وخت ته اړتیا لري او پکار ده دا چاره د یوه پراخ ملي بحث په پایله کې ترسره شي او غوره لار دا ده چې په دې اړه ملي شورا پریکړه وکړي.
سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې چې د رایو سیستم د لیږد وړ رایو سیسټم ته واړول شي چې د ګوندونو استازي وکولی شي ترلاسه کړې رایې یو د بل په ګټه وکاروي.
خبر پاڼه زیاتوي نور د یو شمیر ګوندونو د وروستیو وړاندیزونو په اړه د بحث لړۍ پای ته رسیږي.
د ګوندونو غوښتنې

د عکس سرچینه، Getty Images
یو شمیر سیاسي ګوندونو درې بنسټیز وړاندیزونه کړي وو.
- د رایې ورکوونکو د ګوتو او سترګو نښانونه دې ثبت یا بایومیټریک شي.
- د لیږد وړ رایې سیستم دې رامنځته شي.
- ګوندونو ته دې په ټاکنو کې ځانګړې ونډه ورکړل شي.
د ولسمشر د دویم مرستیال له دفتر په خپره شوې وینا پاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې په دغه غونډه کې د کومو ګوندونو استازو برخه لرله.
څه موده وړاندې د حزب اسلامي، د خلکو وحدت، جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي، جنبش اسلامي او افغان ملت په ګډون څه باندې شلو سیاسي ګوندونو دا غوښتني کړې وې.
د دې غوښټنو د څېړلو لپاره د حکومت، ټاکنو کمیسیون او د ګوندونو استازو یو ګډه کمیټه ټاکل شوې وه.
د یادونې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټوله کې د سیاسي ګوندونو د وړاندیزونو په ځواب کې وړاندې ویلي و چې د قانوني محدودیتونو له امله د ګوندونو وړاندنیزونه عملي کولی نشي.









