د افغانستان ۱۳۵ ولسوالیو کې نوماندانې نه شته

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان ټاکنو کمیسیون وایي په ولسوالیو شوراګانو کې د ښځو کمې ونډې دوی اندېښمن کړي دي.
ټاکل شوې دغه کمیسیون،له ارګ، سترې محکمې او د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کمیسون سره په ګډه دغې ستونزې ته د حل لار ومومي .
د ټاکنو کمیسیون وروستي رپوټونه ښيي چې د افغانستان ۱۳۵ ولسوالیو کې نوماندانې هېڅ نشته .
ښځو چارو وزارت هم له ټاکنو کمیسیون غواړي د ښځو د ډیرې ونډې لپاره باید د ښځینه نوماندانو او رایو ورکوونکو د نوملیکنې چارې له سره پیل کړي.
افغانستان ټول ټال ۳۸۹ ولسوالۍ لري.
د ټاکنو کمیسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد وړاندې ویلي وو، ناامني، واکمن دود او د دوولسم ټولګي د فراغت د سند غوښتل او د دغو شوراګانو د دندو نه مشخصېدل د ولسوالیو شوراګانو کې د ښځو د کمرنګۍ اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Iec
بلخوا د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ټاکنو له کمیسیون نه غوښتي چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د ښځو سیاسي ګډون ډېرېدو لپاره هغوی ته د کاندیدېدو شرایط اسانه کړي.
پرون دغه وزارت د ټاکنو په بهیر کې د ښځو حضور ډېرولو په تړاو د یوې ناستې کوربه و او د افغانستان د ټاکنو کمیسیون او امنیتي چارواکو سره یې پرې خبرې وکړې.
د ټاکنیز کلیز پراساس، د پارلمان او ولایتي شوراګانو د نوماندانو لومړی نوملړ باید د سرطان/چنګاښ پر ۷مه اعلان شوی وای، خو د یادې میاشتې ۱۲مې ته وغځېد.

د عکس سرچینه، EPA
ددغه نوملړ پربنسټ، له ټول ټال ۲۶۹۱ کسانو ۴۰۴ ښځې دي چې پارلمان ته یې ځانونه نومولي.
خو د ولسوالیو د شوراګانو لومړی لیست لاهم نه دی بشپړ شوی.
په پام کې ده چې د راتلونکې میزان/تلې پر ۲۸مه د افغانستان پارلماني ټاکنې وشي.
دغو ټاکنو ته کابو ۸٫۵ میلیون رای ورکوونکو نومونه ثبت کړي چې نژدې ۳۳ سلنه یې ښځې دي.








