'د خپل مېړه د خوښې نوماند ته رایه ورکوم'

د ویډیو تشریح، افغان ټاکنو کې د مېرمنو ونډه
    • Author, زمزمه نیازۍ
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وایي، ښایي په هغو ولسوالیو کې چې د ولسوالیو شوراګانو لپاره هېڅ ښځینه نومانده نه لري څلور میاشتې ټاکنې وځنډېږي .

دغه کمیسیون د ټاکنو د قانون د یوسلو څلورمې مادې پر بنسټ دا موضوع له امنیت شورا، د اساسي قانون د څارنې بنسټ، مشرانو جرګې او ولسي جرګې سره سره شریکه کړې ده .

په دې هېواد کې شاوخوا شاخوا ۱۲۰ ولسوالۍ ښځینه نوماندانې نه لري .

د کوچیانو یو شمیر کورنۍ د څو زړو او پیوندي کېږدیو لاندې د کابل په یوه څنډه کې په ګډه ژوند کوي.

ښځې یې سوځونکي لمر ته د څارويو پالنه کوي، هغه څه چې د دوی روزګار او اقتصاد پرې ولاړ دی .

د ژوند له ډېرو اسانتیاوو بې برخې دي ان اوبه په اسانه نه شي موندلی.

د موسم جبر یې ګڼي، ګرمه هوا کې کابل او په ژمي کې بیا ختیځ ولایت ننګرهار ته ځي .

یوه کوچۍ
د عکس تشریح، د افغانستان د ټاکنو قانون د ۶۰ مادې پر بنسټ د هر ولایت د ولسوالۍ شورا غړو له ډلې باید ۲۵ سلنه یې ښځینه وي

د دې کورنۍ ښځو لومړی ځل را روانو ټاکنو ته نوم لیکنه کړې. یوه یې چې شاوخوا ۴۰ کلنه وه له مایک او کمرې یې نیم مخ پټ کړی و، وویل د ځان او بچیانو راتلونکو لپاره رایه ورکوي خو استازی به یې د کورنۍ نارینه ور په ګوته کوي:

"هر څوک چې مې مېړه وغواړي هماغه کس ته به رایه ورکوم".

د افغانستان زیاتره وګړي په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او ډېری رایې ورکوونکې ښځې هم د دوی له ډلې دي هغه رایې چې د دوی د استازي په بریالي کېدو کې اغېزمنې خو د دوی برخلک ورسره چندان نه بدلېږي .

اوسني پارلمان کې که څه هم د مېرمنو ونډه ښه یادېږي، خو ځینې یې د ښځو لپاره کار کم بولي.

درې کاله وړاندې د سترې محکې غړیتوب نوماندۍ لپاره یوازینې ښځې ځکه د ټاکلو پر ورځ رایه وانه خیسته چې پوره ۲۱ ښځینه استازې په ولسي جرګه کې نه وې حاضرې.

دغه راز په وروستیو کې د شاوخوا دوولسو نوماند وزیرانو له ډلې یوه یې ښځینه وه چې ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستلو لپاره وړاندې شوې وه، چې هغې هم د باور رایې پوره نه شوې کړای.

یوسف رشید
د عکس تشریح، یوسف رشید وايي، په تېر کې ښځو هم ښځینه وکیلانو هم افغان مېرمنو ته اغېزمن کار نه دی کړی

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا له ۶ کلو راهیسې د ولسي جرګې کارونه څاري .

مشر یې یوسف رشید وایي په تېرو کلونو کې نارینه وو څه چې ان ښځینه استازو افغان مېرمنو ته اغېزمن کار ونه کړ:

"هغه ډول چې باید ښځو په پارلمان کې نورو ښځو ته کار کړی وای د دوی له حقونو یې دفاع کړې وای و یې نشوای کړای دوی ان په خپله په دې بریالۍ نشوې چی یوه ګډه تګلاره جوړه کړي."

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وایي په راتلونکو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو او ولسي جرګې ته د نوماندانو ښځو ګډون ښه، خو ولسوالیو شوراګانو ته د ښځینه نوماندانو ونډه کمرنګه ده.

له همدې امله ښایي په هغو ولسوالیو کې چې ښځینه نوماندانې نشته ټاکنې له خپل وخته څلور میاشتې وروسته ترسره شي.

د افغانستان د ټاکنو قانون د ۶۰ مادې پر بنسټ د هر ولایت د ولسوالۍ شورا غړو له ډلې باید ۲۵ سلنه یې ښځینه وي .

حفیظ الله هاشمي
د عکس تشریح، حفیظ الله هاشمي ''د دووسم ټولګي سند شرط د ډېرو ښخینه وو د نوماندۍ مخه نیولې''

د دغه کمیسیون کمیشنر او ویاند حفیظ الله هاشمی وایي :"په دولتي او نا دولتي ادارو کې د کار تجربه، په اړوندې ټاکنیزې حوزه کې استوګنه او د دوولسم ټولګي د فراغت اسنادو درلودل د ولسوالیو شوراګانو نومندانو لپاره شرایط ګڼل شوي."

د نوموړي په وینا، همدا د دوولسم ټولګي سند د ډېرو ښځینه وو د نوماندۍ مخه نیولې.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو سږنۍ ټاکنې چې د تلې یا میزان په ۲۸ ترسره کیږي شاوخوا ۹ میلیونه کسانو د رایې ورکولو لپاره ورته نوم لیکنه کړې چې څه باندې ۳۳ سلنه یې ښځې دي .

کوچیان
د عکس تشریح، ښځې یې سوځونکي لمر ته د څارويو پالنه کوي، هغه څه چې د دوی روزګار او اقتصاد پرې ولاړ دی
کوچیان
د عکس تشریح، د کوچیانو یو شمیر کورنۍ د څو زړو او پیوندي کېږدیو لاندې د کابل په یوه څنډه کې په ګډه ژوند کوي.