"افغانستان کې د زندانونو وضعیت د اندېښنې وړ دی"

زندانیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بشر د حقونو کمیسون وایي، له زندانیانو سره لا هم بد چلن کېږی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون موندنې ښيي چې د دغه هېواد د زندانونو او توقیف خونو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی او له زندانیانو سره په کې تاوتریخوالی کیږي.

یاد کمیسیون په یوه نوي راپور کې ویلي چې د یوشمېر زندانیانو بې برخلیکه پاته کېدل، په حبس کې له ټاکلې مودې ډېر وخت تېرول او په زندانونو کې د زندانیانو ګڼه ګوڼه لویې ستونزې دي.

کمیسیون وایي چې مسئولینو یې په تېر یوه کال کې څه باندې دوه سوه ځله یوازې کابل کې زندانونه، توقیف خونې او د ازادۍ د سلب نور مرکزونه څارلي او له شاوخوا ۱۰۰۰ زندانیانو سره یې مرکې کړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د وړم لمریز کال له مرغومي میاشتې د تېر کال د لیندۍ میاشتې تر پایه د کابل، پروان، میدان وردک، کاپیسا، پنجشېر، لوګر او غزني ولایتونو زندانونه او توقیف خونې څارلي دي.

د کمیسیون کارکوونکو په دې ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له نژدې ۱۰۰۰ زندانیانو سره مرکې کړي.

له دې ډلې څه باندې ۵۰۰ کسانو شکایت کړی چې تاوتریخوالی ورسره کیږي، له ټاکلي وخته ډېر په زندان کې پاتې شوي، بې برخلیکه دي او د ولسمشر د بښنې فرمانونه هم پر دوی یوشان نه پلي کیږي.

زندانونو کې د زندانیانو د ډیرې ګڼې ګوڼې بیلګه د کابل د څرخي پله زندان دی.

دغه ځای له شپږو تر اوو زرو زندانیانو ته جوړ شوی، خو اوس په کې شاوخوا لس زره کسان د بند شپې ورځې تیروي.

زندانیان هم د زندان دوضعیت په اړه بېلابیلې څرګندونې لري. ځینې یې ښه بولي خو یوشمېر یې بیا له خراب چاپیریال او بد چلنده شکایت لري.

د بشري حقونو کمیسیون وایي چې د پخوا پرتله د زندانونو وضعیت څه نا څه ښه شوی، خو زیاتوي چې لا هم بشري سرغړونې په کې کیږي.

افغانستان کې شاوخوا ۳۰ زره کسان د زندان د پنجرو ترشا شپې ورځې تېروي.

کورنیو او نړیوالو بنسټونو بیا بیا له دوی سره د ناوړه بشري چلند راپورنه خپاره کړي، خو لا هم دا ستونزه هواره شوې نه ده.