د افغانستان بشري حقونو کمیسیون پر زرداد فریادي د لګېدلو تورونو څېړل وغوښتل

د عکس سرچینه، Getty Images
له بریتانیا نه افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یوه قومندان زرداد فریادي راستنېدو وروسته، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د عدالت او د هغو قربانیانو د حقونو د ساتنې غوښتنه کړې چې ددې ګوند او په تېره بیا ښاغلي فریادي لخوا زیانمن شوي.
دغه کمیسیون د افغانستان له دولت نه غوښتي څرګنده کړي چې پر زرداد فریادي شته ادعاوو او تورونو سره څه ډول چلند کېږي.
زرداد فریادي تېره ورځ له زندان نه تر خوشې کېدو وروسته له بریتانیا نه کابل ته .
هغه افغانستان کې د ربړونو، وژنو او انسان تښتونو په جرم د بریتانیا یوې محکمې لخوا په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون اجرایي رییس محمد موسی محمودي وایي؛ باید افغانستان کې روڼ قضایي بهیر رامنځته شي ترڅو په دغه هېواد کې د معافیت فرهنګ پایته ورسېږي.
ښاغلی محمودي وایي؛ هغو کسانو ته د قضایي خوندیتوب ورکول چې په جنګي جرمونو تورن دي، د افغانستان د اساسي قانون او د بشري حقونو کنوانسیون خلاف کار دی.
هغه ټینګار کوي چې د ښاغلي فریادي خوشې کېدو څرنګوالی او پرهغه د شته ادعاوو او تورونو برخلیک باید څرګند شي.
تېره ورځ افغانستان کې حکومتي سرچینو په رسمي ډول د ښاغلي فریادي د خوشې کېدو په اړه څه ونه ویل.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط بي بي سي ته ویلي و، زرداد د یوه عادي شخص په توګه چې د افغانستان تابعیت لري، د خپل بند مودې ترسره کولو وروسته هېواد ته ستون شوی دی.
کابل کې د بریتانیا سفارت هم بي بي سي ته وویل؛ کابل ته د ښاغلي فریادي راستنېدو په اړه ځانګړی نظر نه لري، خو د بریتانیا د قوانینو له مخې هر بهرنی وګړی چې د بند موده یې په دې هېواد کې بشپړه شي، بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

ښاغلی فریادي تېره ورځ په داسې حال کې چې لسګونه پلویان یې هرکلي ته ورغلي و، د امنیتي ځواکونو لخوا له ناڅرګندې لارې د کابل له هوایي ډګر نه وویستل شو.
ښاغلی فریادي په داسې حال کې بېرته افغانستان ته ګرځي چې په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی او د دغه ګوند د زندانیانو ازادېدل د تړون له موادو دی.
د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د طالبانو، حقاني شبکې او اسلامي دولت (داعش) ترڅنګ افغانستان کې د دولت پروړاندې له جنګېدونکو څلورو وسله والو ډلو یوه وه.








