''د هاګ محکمه دې د افغان مجرمینو جرمونه وڅېړي''

ولسي وګړي
د عکس تشریح، ویدا احمدي: ''موږ یواځې دا غواړو چې د امریکا خلک پر خپل حکومت فشار راوړي د هغو کسانو مخه ونیسي چې زموږ د بیګناه او بې پناه خلکو د مرګ لامل ګرځي.''
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, کابل

ایټالوي او امریکايي فعالانو د سپتمبر د ۱۱ نېټې پېښې د لسمې کلیزې په تړاو افغانستان ته خپل سفر د ''تاوتریخوالي، جګړې او ترهګري بس ده'' پیغام په رسولو پیل کړی دی.

دغه پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د مدني ټولنو له غړو، د بشري حقونو ادارو له استازو او د جګړې له قربانیانو سره وکتل.

دغه پلاوی چې اوس مهال په کابل کې دی، د مدني ټولنو له غړو او د سپتمبر د ۱۱ نېټې تر پېښې وروسته قربانیانو سره په خبرو بوخت دی.

د انتقالي عدالت پلي کول هغه مهمه موضوع ده چې ایټالوي او د امریکا د سولې فعالان او په افغانستان کې د جګړې قربانیانو څخه د دفاع ټولنو غړي پرې بحثونه کوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د انتقالي عدالت آمر رحیم الله رامح د سولې له دغه پلاوي غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پلي کېدو په موخه د جنګي جرمونو نړیواله ورښکېله کړي:

''په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو یوازینۍ هیله همدا د جرمونو ضد نړیواله محکمې یا آی سي سي راتلل دي، چې که دوی وکولای شي او دوی وغواړي چې دې ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

د افغانستان د حکومت په دې برخه کې اصلاً اراده نه شته، ځکه دا اداره له داسې کسانو جوړه شوې چې پخوا یې هم په جنګي جرمونو کې لاس درلود او اوس هم پکې دخیل دي.''

د سولې ګردی میز

د سولې د ګردي میز په نوم د ایټالوي ټولنې یو لوړپوړی غړی فلاویو لوتي په افغانستان کې پر جنګي جنایتونو غور او د مدني ټولنو ملاتړ مهم ګڼي او وايي دغه ټولنه په افغانستان کې د جنګي جرمونو د محکمې د حضور په تړاو د جګړې د قربانیانو د غوښتنې ملاتړ کوي:

''هو، موږ نه یوازې د جرمونو پروړاندې د نړیوالې محکمې د مداخلې ملاتړ کوو، بلکې دغه حالت او بحران ته د کتو په بڼې کې د ژور بدلون غوښتونکي یو، موږ نړيوالې ټولنې ته وړاندیز کوو چې د قربانیانو نظرونو ته غوږ ونیسي. موږ باور لرو که غواړو په ریښتینې توګه ستونزې حل کړو نو دا د کار پیل دی''.

جنګي جنایتونه

په افغانستان کې د جګړې له قربانیانو څخه د دفاع ټولنې په دې باور دي چې د حکومت پر مخالفو وسله والو سربېره بهرني ځواکونه هم د پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو په وژنې سره جنګي جنایتونه کوي.

د حق غوښتنې ټولنیزې ټولنې مشره ویدا احمد د بهرنیو، په تېره بیا د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه اندېښنه لري، او وايي د جرمونو نړیواله محکمه باید په دې برخه کې څېړنې وکړي.

مېرمن ویدا د امریکا له خلکو وغوښتل چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د خپلسرۍ مخه ونیسي: ''۳۴ هېوادونه چې د امریکا په مشرۍ افغانستان ته راغلل، دوی په خپله په جنایتونو کې شریک دي، د بېلګې په ډول دوی په دې نوم چې طالبان وژنو، پر ځای یې شپږ میاشتني کوچني ماشومان وژني یا هم یوه نالوستې مېرمن وژني.

د ایټالیا او امریکا ګډ پلاوی
د عکس تشریح، دغه پلاوی وايي د افغانستان د مجرمینو د دوسیو په څېړلو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د مداخلې ملاتړ کوي.

موږ یوازې دا غواړو چې د امریکا خلک پر خپل حکومت فشار راوړي د هغو کسانو مخه ونیسي چې زموږ د بیګناه او بې پناه خلکو د مرګ لامل ګرځي.

امریکا ګواښنه کوي چې موږ افغانستان پرېږدو، خو د افغانستان زیاتره خلک یې په ځواب کې وايي له هغې ورځې چې تاسې راغلي یئ، موږ مو وژلي یو او که موږ یوازې هم پرېږدﺉ وژل کېږو، مطلب دا چې د امریکایانو په راتګ سره د خلکو په ژوند کې کوم ځانګړی بدلون نه دی رامنځ ته شوی.''

د سولې په تړاو د ایټالوي او امریکايي پلاوي غړي وايي، په افغانستان کې د بهرنیانو په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه به د افغانستان د مدني ټولنو او جګړې د قربانیانو وړاندیزونه او اندېښنې د خپلو هېوادونو له چارواکو سره شریکې کړي.