عبدالله: د نورو هېوادونو په جگړو کې د افغانانو ښکېلتيا د حکومت تگلاره نه ده

.

د عکس سرچینه، FB/DR ABDULLAH ABDULLAH

د عکس تشریح، د نورو په جګړو کې د افغانانو ښکېلول د ملي وحدت حکومت پالیسي نه ده
    • Author, عبیدالله حسام
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان اجرایيه مشر عبدالله عبدالله وايي، د ملي یوالي حکومت پالیسي دا نه ده چې افغانان دې د نورو هېوادونو په جګړو کې ښکېل وي.

ښاغلي عبدالله نېغ په نېغه د چا نوم وانه خیست، خو اشاره یې د خپل دویم مرستیال محمد محقق هغو څرګندونو ته وه چې تېره پنجشنبه یې په ایران کې د اسلامي بیدارۍ په کنفرانس کې وکړې.

عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل" په وروستیو کې په دې اړه نظریات په ډاګه شوي"، خو د افغان دولت سیاست دا دی چې د نړۍ په هیڅ جګړه کې د افغانانو ښکېلېدل نه غواړي.

ویل کیږي د سوریې په جګړه کې زرګونه هغه افغانان برخه لري چې په ایران کې کډوال دي.

دا لومړی ځل دی چې یو افغان چارواکی په ښکاره د سوریې جګړه کې د افغانانو ګډون تایید او ستایي.

ښاغلي محقق په ایران کې غونډې ته د وینا پر مهال په سوریه او عراق کې د افغانانو په ګډون د داعش پر وړاندې جنګېدونکي جنګیالي ستایلي وو او مننه یې ترې کړې وه.

.

د عکس سرچینه، FB/HAJI MOHAMMAD MOHAQEQ

د عکس تشریح، محقق د خپلو څرګندونو ځینې مخالفان د داعش ډلې ملاتړي بللي

پر ښاغلي عبدالله سربېره د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي هم د ولسي جرګې د دوشنبې (نومبر ۲۷مه) عمومي ناسته کې ویلي، افغان چارواکي باید په هېواد دننه او بهر پخپلو څرګندونو کې ملي ګټو ته پام وکړي:

"د افغان چارواکو د څرګندونو په اړه چې په کور دننه او یا بهر وي او له هر ادرسه چې وي، باید د افغانستان ملي ګټې په جدي توګه په پام کې ونیسي."

د اجرایه ریاست د دویم مرستیال تر څرګندونو وروسته او د دولت تر غبرګون وړاندې هغه ته منسوبې یوې فیسبوکپاڼې د محمد محقق له څرګندونو ننګه کړې او د هغه د خبرو ځینې مخالفان یې د داعش ملاتړي او ځینې نور یې د هغه سیاسي رقیبان بللي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان پخوا ادعا کړې وه چې د ایران "سپاه پاسداران" ځواک سوریه کې د حکومت مخالفو پروړاندې ان تر ۱۴ کلنو افغان ماشومان د جګړې لپاره ګومارلي دي.

دغه کډوال افغان ماشومان د غه پوځي ځواک پورې اړوند "فاطمیون" افغان کنډک کې د سوريې حکومت مخالفو پروړاندې جنګېږي.

.

د عکس سرچینه، FB/HAJI MOHAMMAD MOHAQEQ

دې سازمان ویلي و چې یوشمېر افغان کډوال په دې هدف په خپله خوښه سوریه کې جنګېږي چې ایران کې یې کورنۍ د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم له ایراني چارواکو په تېره سپاه پاسداران غوښتي و چې په هغه هېواد کې مېشت افغان ځوانان او تنکي زلمیان د سوریې جګړې ته ونه استوي.

تېر کال د بشري حقونو د څارسازمان تخمین کړی و چې د ایران سپاه پاسداران ښايی تر ۱۰،۰۰۰ پورې افغان جنګیالي جلب کړي وي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اټکل له مخې په دغه هېواد کې په ۲۰۱۵ کال کې ۲٫۵ میلیون افغانان اوسېدل، چې ډېری یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.