د افغانستان د پوهنې چارسمبالی وزیر له دندې ګوښه شو

د عکس سرچینه، MOe afg/fb
د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر اسدالله حنیف بلخي له دندې لیرېکړل شوی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه فرمان کې د پوهنې وزارت مرستیال محمد ابراهیم شینواری د سرپرست وزیر په توګه معرفي شوی.
وړاندې ویل کېدل چې ښاغلی بلخي د ورپېښې ناروغۍ له کبله کار مخته نه شي وړلی، خو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني د نوموړي له کار خوښ نه و.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په حکم کې راغلي، د نوي وزیر تر معرفي کېدو پورې به ښاغلی شینواری ددغه وزارت سرپرست وي.
ښاغلی بلخي یو کال وړاندې د ولسي جرګې له استیضاح وروسته د باور رایو په اخیستو ونه توانېد، خو د سرپرست په توګه یې خپل کار ته دوام ورکاوه.
اسدالله حنیف بلخي په ۱۳۳۴ کال شمالي بلخ ولایت کې زیږېدلی. د سعودي عربستان امّ القری پوهنتون کې یې دوکتورا اخیستې. په ۱۳۸۲ کال یې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې کار پیل کړی او په ۱۳۹۱ کال کویت کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی و.

د عکس سرچینه، @Haqmal
د پوهنې وزارت ۲۶۲ زره کارکوونکي لري، چې په حکومتي تشکیلاتو کې لوی ارګان ګڼل کېږي.
دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۹ میلیون زده کوونکي، ۲۰۰ زره ښوونکي او ۱۷ زره ښوونځي پر دغه وزارت پورې تړلي، خو لاهم په هېواد کې نژدې ۳ میلیون او ۵۰۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.










