رشوت؛ د افغان ښوونکو په ګومارنه کې غوړه مړۍ

- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي/ کابل
د افغان ښوونکو د ګومارنې په پروسه کې بډې اخیستو د معلمۍ لېوالان شکایت ته اړ کړي دي؛ د پوهنې وزارت په دغه بهیر کې فساد مني خو وايي هغومره نه دی چې ادعا یې کېږي.
د پوهنې وزارت په خبره، د ګومارنې په بهیر کې د فساد مخنیوي په پار یې نوې تګلاره چمتو کړې ده.
ښوونه د پیغمبرانو دنده ده، هغه جمله چې د افغانستان د ښوونځیو د درسي کتاب پر پښتۍ لیکل شوې.
معلمي په افغانستان کې د کمې تنخا دنده ده، خو د بېکارۍ د زیاتوالي له امله یو شمېر کسان همدې دندې ته زړه ښه کوي، خو ترلاسه کول یې څه اسانه خبره هم نه ده.
په بېلو ولایتونو کې مو له شاوخوا لسو داسې ښوونکو سره خبرې وکړې چې ادعا کوي د دندې ترلاسه کولو لپاره یې لسګونه زره افغانۍ بډې ورکړې دي.
یو ښوونکی چې نه یې غوښتل نوم او د کار ځای یې وښودل شي، ادعا کوي چې تر ګڼو واسطو او ازموینو وروسته ونه توانید د ښوونکي دنده ترلاسه کړي.
د هغه په خبره، د بډې ور کولو لپاره یې درېیم کس را پیدا کړ:
" ما په خپله د ښوونکي دندې تر لاسه کولو لپاره ۷۰ زره افغانۍ بډې ور کړې."
پوهنې وزارت د زدکړو د بهیر د ښه کولو لپاره په ولسوالیو کې د ښوونکو لپاره ښوونیز مرکزونه جوړ کړي.
هر کال زرګونه ښوونکي له دې مرکزونو فارغیږي، خو د ښونکي دنده ترلاسه کول ددغو کسانو لپاره هم ستونزمن دي.

د کابل اوسېدونکی ذکریا امیني وايي، خور یې د سید جمال الدین په نوم د ښوونکو د روزنې له انسټیټوټ څخه فارغه شوې، خو پر ډېرو هڅو سربېره هم نه ده توانېدلې ښوونکې شي:
" یوه کس ۵۰ زره افغانۍ نه غوښتې، خو کار یې ډاډ من نه و، بل کس راته د ۱۵۰۰ ډالرو د ورکړې خبره وکړه، موږ سره نه وې، نو کار همداسې پاتې شو. "
ښاغلی امیني وايي، د مکتب له امر څخه نیولې د وزارت د بشري شرچینو تر چارواکو یو شمېر کسان دې ته ناست دي چې د ښوونکي د ګومارلو په پروسه کې بډې تر لاسه کړي.
د پوهنې وزارت چارواکي په دې برخه کې فساد مني او وايي د ښوونکو د استخدام بهیر د پیچلتیا له کبله خلک اړېږي چې فساد وکړي.
د دې وزارت ویاند مجیب مهرداد وايي، تېر یوه کال کې یې لږ ترلږه د فساد ۶۰ قضیې څارنوالۍ ته استولي:
"د مرکز او ولایتونوپه کچه ښايي په ځینو ګومارنو کې فساد شوی وي، خو موږ د ازموینې مکانیزم بدل کړی. سږ کال د کوډ سیستم له مخې ازموینه اخلو چې هیڅوک ونه پېژندل شي."

د ښوونکو د ګومارنې په بهیر کې فساد نه یوازې د عامو خلکو غږ پورته کړې، بلکې د پوهنې وزارت یې د فساد پروړاندې د مبارزې د ادارو له نیوکو سره مخامخ کړی دی.
له فساد سره د مبارزې ادارې مشر "غلام حسین فخري" د ښوونکو د ګومارنې بهیر کې د فساد د ډېروالي په اړه وايي:
"زموږ په اداره کې اسناد او شواهد دا ښکاره کوي چې له بده مرغه د ښوونکو په ګومارنه په ځانګړي ډول ولایتونو کې ننګونې شته. "
د پوهنې وزارت د شاوخوا ۱۹۵ زره ښوونکو په لرلو، د ملکي خدمتونو په برخه کې د افغانستان تر ټولو ستر اداري تشکیل دی.
د پراختیايي، ظرفیت جوړونې او د زدکړې د کیفیت لوړولو په برخه کې د پوهنې وزارت سږنۍ بودیجه څه باندې ۲۱۴ ملیونه ډالره ده چې د تېرې وږي میاشتې تر پایه یې ۱۸ سلنه لګول شوې ده.
د ښوونځیو د ښوونکو میاشتني معاشونه له شپږ زرو تر لسو زرو افغانیو دي.
په پوهنې وزارت کې یوازې د ښوونکو د ګومارنې په بهیر کې فساد نه دی، بلکې د خپلواکو ادارو د رپوټونو له مخې د دغه وزارت په نورو برخو کې هم فساد شته.
د دغه وزارت په تشکیلاتو کې د خیالي ښوونکو خبره، تر ډېره د رسنیو د سر ټکی و.











