"نجلۍ يې نو معلمه شه"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مينه وياړ
- دنده, ـ
دا هغه وينا ده چې له ماشومتوبه مې د ډېرو مشرانو له خوله اورېدلې، او همداراز زما په څېر ډېرو نورو نجونو.
افغانه ټولنه کې ډېرى ميندې او پلرونه هڅه کوي چې لور یې ډاکټره یا معلمه شي.
خو په معلمۍ يې ټينگار ځکه ډېر وي چې یو خو د کرۍ ورځې کار نه دی، یانې نجلۍ د خپلې دندې ترڅنگ د کور کارونه هم کولی شي، او بل معلمه کېدل تر ډاکټرۍ ډېر اسانه برېښي.
خو ایا د معلمۍ دنده په ريښتیا هم اسانه ده؟
همدا چې یوه نجلۍ څوارلسم پاسه شي او په ليک او لوست پوه شي، نو معلمه شوه؟
همدا چې یوه نجلۍ په ښوونځي کې نیمه ورځ تېره کړي نو مسوولیت یې تر سره شو؟
زما په اند،نه!
معلمي ډیر دروند مسوولیت دی، ښوونکي نسلونه روزي، د زده کړې په ارزښت یې پوه کوي، د مطالعې سره یې مینه زیاتوي او تر ټولو مهم معلم د زده کوونکي معنوي مور او پلار دی، د هغه یا هغې کړنې په ماشومانو مستقیم اغیز کوي.
مونږ په ښوونځي کې داسې یوه ټولگيواله درلودله چې په دولسم ټولگي کې یې یواځې خپل او د پلار نوم لیکلی شو، نجلۍ که په نقل و یا د پیسو په زور له ښوونځي فارغه شوه.
یوه ورځ مې ښاري ملي بس موټر کې ولیده تر روغبړ وروسته مې وپوښتله څه کوئ؟
ویل یې معلمه یم.
هیڅ مې احساسات پټ نه شو کړی، له حیرانتیا مې خوله خلاصه پاتې شوه.
ورته مې وویل: ستا خو ليک لوست نه دی زده، څنکه معلمه شوې؟
ویلې یې څه پرواه کوي د لومړي او دويم ټولگي زده کونکو ته ښوونه کوم.
لومړى او دويم ټولگي د زده کړې بنسټ دي، دا هغه لومړنۍ پخې خښتې دي چې وروسته د علم پوړونه پرې جوړېږي، خو که د روزنې همدا بنسټ د داسې ښوونکو په لاس وي نو فکر وکړي چې راتلونکي کې به ماشومان له څومره ستونزو سره مخ شئ؟
یا هم هغه نجونې چې دغه مسلک سره مینه نه لري خو د کورنۍ له خوا مجبورېږي چې دندې ته مخه کړي، نو د زده کوونکو پر وړاندې يې زغم کم وي ځکه خپلې دندې سره مینه نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې ښوونکې تل په تېښته وي چې څه وخت یې درسي ساعتونه ختم شي او وتښتي. داسې ښوونکې خپل علم هم زده کونکو ته نه شي رسولی.
حل لاره
لومړى: کورنۍ باید په دې پوه شي چې په خپلو بچيانو خپله خوښه ونه تپي که هغه جلۍ وي که هلک.
دوي بايد پرېښوول شي چې په خپله خوښه ځانته مسلک غوره کړي ځکه په څيړنو جوته کړې هغه کسان تر نورو ډیر بریالي دي چې خپل مسلک سره مینه لري.
دويم: د لوړو زده کړو وزارت باید ښوونکو لپاره یو لړ معیارونه وټاکي او ډول ډول ازموینې ترې واخیستل شي.
د بېلگې په توگه بايد وکتل چې د ښوونکي دندې ته نوماند دغه کس څومره زغم لري، عمومي معلومات ي څومره دي او تر ټولو مهم هغه څه چې په ذهن کې لري زده کونکو ته یې لېږدولى شي او کنه؟
دریم: مونږ په خپله باید هغه مسوولیت ته اوږه ورنکړو چې بار یې نه شو وړی، د یو څو روپیو لپاره باید د هېواد د یوۀ نسل راتلونکی ستونزو سره مخ نه کړو.
معلمي هغه دروند مسوولیت دی چې هر څوک یې د پورته کولو توان نه لري، معلم د پیغمبرانو لارویان بلل شوي، یعنې دا هغه کسان دي چې تیارې لارې د علم په رڼا روښانه کوي.
هغه څه چې افغانستان ژغورلى شي، تعلیم دی، او څوک چې مونږ تعليم راکولى شي هغه ښوونکی دی، دا دنده او د دې دندې مسوولیت باید دومره بربېرن ونهگڼو، بلکې تر ټولو يې جدي او سپېڅلى وبولو،همدا راز په دې لار کې بايد د ستونزو له گاللو او خولو تویولو مخ ونه ګرځوو.









