پښتانه د تعليم حق نه لري!

- Author, خان زمان کاکړ
- دنده, کوټه
په پاکستان کې د تاريخ ستم ظريفۍ غورځولي پښتانه به څومره د رحم وړ وي، چې پرون يې دا حق چا نه مانه چې په معياري او په خپله ژبه زده کړې ولري.
نن معياري او په خپله ژبه زده کړې په خوا کې و چې، اوس ترې د زده کړو حق هم تروړل شوی دی.
له دې څو کلونو يې د پښتنو مکتبونه د ترهګرو نخښې ته سم کړي دي.
ترهګرو په پاکستان او افغانستان کې په پښتني سيمو کې تر زرو زياتې تعليمي ادارې په بمونو الوځولي او تړلي دي.
پرون د خپلې ټولې اقتصادي خوارځواکۍ او ټولنيزې قدامت پسندۍ باوجود، د پښتني ټولنې يوې لويې برخې دا جرت وکړ چې د ماښام ډوډۍ دې نه وي خو اولادونه دې تعليم يافته وي.
نن ډېری خلک داسې فکر کوي چې ژوند تر تعليم ډېر مهم دی ځکه رياست یې د خلکو د ژوند د دفاع مسووليت نه مني.
د پښتنو په وطن کې له ښوونځيو لمبې پورته کېږي، ماشومان وژل کېږي.
ميندو او پلرونو په خپلو سترګو د ښوونځيو لمبې او د ماشومانو سوځول شوې څېرې ليدلي، څه ډبرين زړونه خو يې نه دي چې بيا به هم په اسانه خپل ماشومان له کوره بهر پرېږدي.
موږ ته چې په دې مورد کې په ټولنيزه کچه څومره لوی تاوان رسېدلی دی، د دې څېړنه که په يو بشرپوهنيز ليدلوري وشي نو له زړه چاودونکو نتايجو سره به مخامخ شو.
د پښتنو ټولنه يوه نرواکه ټولنه ده، ځانګړو قبايلي او فيوډال اخلاقياتو ښځو ته د ژوند په زياترو څانګو کې خنډونه ايجاد کړي دي.
په کليوالو سيمو کې اوس هم د ښځو لپاره د زده کړې پوښتنه د اخلاقياتو يوه نه ځوابېدونکې پوښتنه راپېدا کوي.
خو تېز جهاني بدلون، د وطن په ښاروالو برخو کې د ښځو تعليم ته تر يو حده حمايت ور په برخه کړ.
ټولنې د خپل بدلون صلاحيت ښکاره کړ خو د ټولنې د بربادۍ په موخه فعال اورپکي رياست د دې صلاحيت خلاف عمل وکړ.
په تېرو څو کلونو کې په محکومه پښتونخوا کې تر ټولو لوی ګوزار پر ښځينه تعليمي ادارو وشو.
د سوات تجربې د ټولنې دننه د روان اکاډمیک بدلون په سفر کې شلون واچاوه او دا تجربه يې پسې اوږده کړه، تر کوټې يې ورسوله، ګويا ټوله سيمه يې پخپل واک کې واخيسته.
په آزاد افغانستان کې خو لا دا کار په ۹۰ يمه لسيزه کې بشپړ شوی و.
اوس له سواته تر کوټې به داسې ډېرې کمې تعليمي ادارې وي چې د ترهګرو ګوزار يې نه وي خوړلی.
په کوټه کې د يوازيني ښځينه پوهنتون دروازې ته تر يوې نا اعلان شوي نېټې زنځير اچول شوی دی.
پنجاب مېشتي توندلارې ډلې لشکرِجنګوي يوازې ۱۴ زده کوونکې و نه وژلې بلکې د زرګونو ښځينه زده کوونکو راتلونکی يې هم په اور پسې کړ.
هغه قبايلي پښتانه چې د ټولنيز فشار برسېره يې خپلو لوڼو او خويندو ته د تعليم لپاره بهر وتلو ته د خپلو کورونو دروازې پرانيستې وې، اوس چې د يوازيني ښځينه پوهنتون ويرلړلې ساحه او تړلې دروازه ويني، ډېر په ګرانه به دې ته زړه ښه کړي چې خپلو ګلاليو او ملاليو ماشومانو ته د بهر وتلو اجازه ورکړي.
دا ډېر زړه چاودونکی حقيقت دی او دا زموږ ډېره ترخه تجربه ده چې په يو ټولنيز عمل کې يوه ورانکاري پر ټولنيز ژوند څومره منفي اغېز شيندي.
يو ډېر عمومي مثال به واخلو، په قبايلي ټولنه کې چې که چېرته يو څوک خپل زوی يا لور په زده کړو پسې ولېږي او هغه هلته کوم بريالتيوب او پرمختګ ثابت نه کړي نو په ټولنه کې ډېری خلک دې ته په ګوته نيولو سره د خپلو ماشومانو په هکله دا فېصله وکړي چې زده کړو ته لېږل پکار نه دي، چې د فلاني زوی يا لور هېڅ ونه کړل، هېڅ يې را نه وړل نو زموږ هغه به څه توره وکړي.
دا د قبايلي ټولنې نفسيات پاتې شوی او د دې په ټولنيز ژوند کې ډېر قوي او موثر رول وي.
ټولنيز بدلون ته متوجه څوک دا نفسيات کله هم له نظره نه شي غورځولی.
اوس خو ستونزه دا شوه چې د تعليمي حثيت د تحفظ پر ځای د ژوند د تحفظ پوښتنه راپورته شوه.
رښتيا خبره دا ده چې انسان دومره هم زړور نه دی چې تعليم تر ژوند مهم وګڼي، حقيقت دا دی چې تعليم د ژوند لپاره وي.
نتيجه دا اخذ کولی شو، چې مسوول رياست پر دې پاليسي کار کوي چې "په مرګ يې ونيسه او په تبه يې راضي کړه."
موږ يې په مرګ نيولي يو او په خپله معاشي، کولتوري او تعليمي بربادي مو راضي کول غواړي.
د ژوند د ټولو چارو لپاره امن بنيادي شرط دی، چېرې چې مسوول رياست د دې شرط له منلو انکار وکړي هلته به د ژوند چارې څنګه کېږي؟
زموږ په وطن کې روانه ترهګري که څه هم يوه سياسي مسئله ده خو د دې اغېزې ډېرې زياتې ګڼ اړخيزې دي.
موږ په حېث د يو قام اوس له يو لړ ټولنيزو، معاشي، کولتوري، نفسياتي او علمي مسايلو سره لاس او ګرېوان يو.
زموږ نه يوازې ټولنيز انفراسټرکچر (جوړښت) وران شوی بلکې قامي سوپر سټرکچر مو هم له ورانيو سره مخامخ شو، چې په پايله کې يې موږ ته يو داسې چاپېريال را په برخه کړ چې اوس نه په ځان پوهېږو او نه له ځانه په چاپېر جهان!
يو درنه وېره خوره ده او يو ډول ژور غېر يقيني صورتحال دی، د تاريخ يو ډېر خطرناک دور دی چې نه مو د ژوند د خونديتوب حق منل کېږي او نه د خوندي تعليم حق!
په سوېلي پښتونخوا کې کوټه يوازينی تعليمي مرکز دی چې د دې ايالت منځنۍ طبقه په آسانه خپل بچېان د تعليم لپاره ورلېږلی شي.
دا مرکز وړاندې ګونديز سياست او انتظامي نا اهلۍ ځپلی و، اوس يې بدامنۍ ملا ماته کړه.
اوس ډېری خلک خپل ماشومان پر کور کښېنوي خو دې مرکز ته يې نه لېږي.
پښتونخوا ايالت د تعليم په برخه کې خپل يو لوړ مقام درلود او د پرمختګ په عمل کې ډېر ګړندی روان و.
کله چې يې په بدن کې ورانکاري پيچکاري کړل شوه، لومړی ګزار د دې ايالت تعليمي هئيت ته ورسېد.
د يوې پېړۍ کامياب تعليمي سفر په تېرو څو کلونو کې داسې ضرب وخوړ چې بېرته خپل پخواني رفتار ته رسي نو دنيا به ترې پر يو لوی واټن پرته وي ځکه چې د علم چارې ډېر عمر او کړاو غواړي، دې ته هېڅ لنډه لار نه وي.
د جولای پر دولسمه به د جنتي سوات او د نجونو د تعليم په ننګ ولاړه اتله ملاله يوسفزۍ په ملګرو ملتونو کې خپله لومړۍ وېنا کوي او هم دا د ترهګرۍ د دېب تر سیوري لاندې تعليم موضوع به د نړېوالو په وړاندې ږدي چې څه ډول په پاکستان کې له پښتنو دا حق وتروړل شو، چا ډاکه ووهله او د چا په ملاتړ يې ووهله؟
د نړېوال ضمير په وړاندې دا مقدمه ايښوول پکار ده چې زموږ نسلونه څوک د جهالت کندو ته غورځوي، څه ډول پر جهالت سياست کېږي او څنګه جهالت بيا د ورانيو لپاره د يو خاص پلان لاندې په کار راوړل کېږي؟
نړېوالو ته به دا هم ښوول پکار وي او مرسته به هم ترې غوښتل وي چې د پښتنو ټولنه اوس زده کړو ته په داخلي او ذهني لحاظ چمتو شوې خو تپل شوې ورانکاري يې دا داخلي او ذهني چمتوالی په نخښه کوي.
اوس سړی په دليل سره ويلی شي چې له يوې اوږدې مودې د پښتنو په بې تعليمه پاته کېدلو کې د دوی تر بې حسۍ د تپل شوي جنګ د تباهۍ ډېر لوی کردار دی.
دا د نړېوال ضمير او د نړېوال تعليم لپاره د فعالو ادارو مسووليت جوړېږي چې د دې زړه لړزونکي صورتحال د کابو کولو لپاره پښتنو ته د مرستې لاس را اوږد کړي.
که مکتبونه وران وي، جنګ به دوام کوي، ښې ورځې به د دې سيمې په نصيب نه شي، ځکه چې جهالت کله هم د امن د تامين ضمانت نه دی ورکړی بلکې هر وخت يې د جنګ په طوالت کې اضافه کړې ده.
جهالت او امن کله هم کلي نه دي سره کړي، د امن په حواله زموږ اپروچ بايد چې ډېر زيات هر اړخيز وي.
يوازې سياسي اړخ ته په پاملرنې ګرانه ده چې د روښانه راتلونکي خاوندان شو.
زموږ د ژوند او کولتور بنيادي ډهانچه له ګوزار سره مخامخ شوې، پر ټوله ډهانچه به کار کول وي.
په لنډو ټکو کې به دومره ووايو چې پر تعليم هېڅ کمپرومايز نشته، څوک هم چې زموږ له دې حقه انکار کوي، په زغرده او په څرګنده بايد قامي دښمن ونومول شي.








