محمد اشرف غني د اړیکو پراختیا په پار ترکمنستان ته لاړ

د عکس سرچینه، ارګ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوړپوړي پلاوي سره یو ځای د ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته لاړ.
له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، محمد اشرف غني به له خپل ترکمنستاني سیال "قربانقلي بیردي محمدوف" سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اړیکو پر پراختیا خبرې اترې وکړي.
د خبرپاڼې له مخې د دواړو ولسمشرانو په موجودیت کې یو لړ هوکړه لیکونه هم لاسلیکېږي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ور کړل شوي.
افغان ولسمشر تېره ورځ د لوی کندهار له اوسېدونکو سره په لیدنه کې ویلي وو، له ترکمنستاني لوري سره به کندهار ته د برېښنا پر را لېږدولو بحث وکړي.
افغان ولسمشر سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد او د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي هم ملتیا کوي.









