له کابله د زراعتي توکو لومړنۍ الوتکه هند ته لاړه

د ویډیو تشریح، د جون په ۱۹مه د زراعتي توکو یوه الوتکه د هند پر لور روانه شوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابله هند ته د زراعتي توکو ډکې الوتکې په الوتنې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ رسما د هوايي دهلیز پرانيسنته وکړه.

د جون په ۱۹مه د زراعتي توکو یوه الوتکه د هند پر لور روانه شوه.

د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلیز جوړلو پرېکړه ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر نرېندر مودي په یوه لنډه لیدنه کې کړې وه.

د افغان او هند ترمنځ د هوايي دهلیز پروژې مسول صدیق الله مجددي وايي، دويمه الوتنه به څه کم يوه اوونۍ کې له کندهاره د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت ۴۰ ټنه وچه ميوه ډهلي ته ولېږدوي.

نوموړی وایي "د هندوستان په مرسته موږ هيله لرو د اړتيا پروخت د تازه مېوې د فصل په پيلدو او د نورو زراعتي محصولاتو د لېږد لپاره پوره چمتووالی لرو چې اوونۍ کې يو پرواز يا تر ډېر تنظيم کړو".

موږ بحران په فرصت بدلوو

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د کنایې په ډول پاکستان ته پیغام ورکړ چې د افغانستان له دې ګام دې درس واخلي. "هر څوک چې زموږ لپاره بحران جوړوی دا درس دې واخلي چې موږ بحران په فرصت بدلوو".

هر څوک چې زموږ لپاره بحران جوړوی دا درس دې واخلي چې موږ بحران په فرصت بدلوو

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، غني: هر څوک چې زموږ لپاره بحران جوړوی دا درس دې واخلي چې موږ بحران په فرصت بدلوو

د دغه دهلیز په پرانست غونډه کې د هند سفیر من پریت وورا د دې دهلیز جوړېدل د اوږدمهاله ستونزې ستراتیژیک حل وباله.

نوموړي وويل "له دې پروژې زموږ د حکومت ملاتړ دوام لري او غواړم ډاډ درکړم چې موږ به له تاسو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړو موږ به د بازار د پراختيا او اړتيا پر بنسټ دا دريځ پراخوو".

په ښکاره د دې دهلیز جوړولو پرېکړه وروسته له هغه شوې چې څو وارې د سیاسي کړکېچونو له امله پاکستان پر افغانستان د تګ را تګ لارې بندې کړې. په دې موده کې پاکستان افغانستان ته له خوراکي توکو بار ګاډي له پولې سره د څو ورځو لپاره ایسار کړي وو.

همدا لامل شو چې افغان دولت د بدیلې لارې په توګه هند ته د تجارتي توکو لېږد رالېږد لپاره هوايي ترانزیت لار غوره کړي.

هر څوک چې زموږ لپاره بحران جوړوی دا درس دې واخلي چې موږ بحران په فرصت بدلوو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هر څوک چې زموږ لپاره بحران جوړوی دا درس دې واخلي چې موږ بحران په فرصت بدلوو