هند افغانانو ته د ویزې شرایط لا ډېر اسان کړل

ر

د عکس سرچینه، v

د عکس تشریح، هند وايي افغان سوداګر پنځه کلنه ویزه هم اخیستلی شي.

په افغانستان کې د هند سفارت وايي، افغانانو ته یې د ویزې شرایط لا ډېر اسان کړي دي.

په کابل کې د هند سفارت رسمي فیسبوک پاڼه کې په دې تړاو د نورې روښانتیا لپاره خبرپاڼه خپره کړې ده.

د دې خبرپاڼې له مخې، د ګرځندوی ویزې وخت یو کال شوی او یو کس هر ځل هند ته په تللو سره ۹۰ ورځې په هغه هېواد کې پاتېدلی شی.

له دې مخکې هر ځل د هند سفر کې یو افغان ۳۰ ورځې تېرولی شوې، خو د دوو لیدنو ترمنځ واټن ۶۰ ورځې په خپل حال پاتې دی.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې نوی ډېلی د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د زیاتولو لپاره خپله ویزه د افغان پانګولو لپاره لا ډېره اسانه کړې ده.

افغان سوداګر او پانګوال خپلې پانګونې ته په پام او د اړوند اسنادو په ښودلو سره له یو کال تر پنځو کلونو ویزه ترلاسه کولی شي.

د هرې لیدنې پر مهال وخت تېرول هم ۱۸۰ ورځې ټاکل شوی دی.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند دافغانستان یو مهم مرستندوی هېواد بلل کېږي، د دغه هېواد په مالی ملاتړ سلمان بند هم جوړ شو.

پر ۲۰۱۵ کال افغانستان او هند هوکړه کړې چې د سوداګرۍ د پراختیا او پانګوالو دهڅولو لپاره د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړي.

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ور کړه په کال کې ۶۰۰ میلیون ډالره ارزښت لري.

هند په تېرو ۱۴ کلونو کې د افغانستان یو مهم مرستندوی هېواد دی.