د سلما بند برېښنا ۲۵۰ زره کورونه روښانولی شي

د عکس سرچینه، Getty
د سلما بند د افغانستان د لومړني ولسمشر محمد داود د دولت یوه لویه پروژه وه، چې په ۱۹۷۶ کال د هند په مرسته پرانیستل شوه. د سلما بندکار له ۲۷ کلونو ځنډ وروسته په ۲۰۰۵ کال بېرته پیل شو. ددغه بند جوړول په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان لویه زېربنايي پروژه ګڼل کېږي.
کابل کې زموږ همکار هدایت الله همیم دغې پروژې ته لنډه کتنه کړې ده.
دا دی اوس د افغانستان کابو څلوېښت کلنه هیله په پوره کېدو ده او د سلما لوی بند پرانیستل شو. د سلمان بند جوړېدو ته چې دا مهال د افغانستان او هند د دوستۍ نوم ورکړل شوی، نژدې ۳۰۰ میلیون ډالر لګښت لري، چې د هند د دولت له خوا ورکړل شوی. سلما بند ۱۰۷ متره لوړ او ۵۵۰ متره اوږد دی، چې د کابو ۶۴۰ میلیون مکعب متره اوبو ځایولو وړتیا لري.
دغه بند ۸۰ زره هکټاره ځمکه خړوبوي او د ۴۲ مېګاواټه برېښنا تولیدولو توان لري، چې د هند د لومړي وزیر په وینا، له دې برېښنا څخه ۲۵۰ زره کورونه روښانېدلی شي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، Getty
د افغانستان او هند د دوستۍ بند، د هرات په ختیځ کې ۱۷۶ کیلومتره لیرې چشت شریف ولسوالۍ کې د هریرود پر سیند جوړ شوی.
ددغه بند د جوړولو لومړنۍ مسلکې څېړنې په ۱۳۳۹ کال پیل او په ۱۳۵۹ کال پای ته ورسېدې، چې کابو ۲۵ سلنه کار یې بشپړ شوی، خو د کورنیو جګړو او ناامنیو له کبله دا پروژه ودرول شوه او ځینې بنسټونه یې ویجاړ شول.
د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د افغانستان دولت په ۱۳۸۴ هجري لمریز کال د دغه بند د جوړولو څېړنې پیل کړې. اټکل کېده چې دغه بند به په ۱۳۸۸ کال ګټې اخیستنې ته چمتو شي، خو ټیک لس کاله وخت یې وغوښت چې په بند کې د اوبو زېرمه کولو بهیر پیل شي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، Getty
د سلما بند جوړېدل نه یوازې د هند لپاره لګښتي تمام شول، بلکې د انجینرانو ډېرې خولې هم پکې تویې شوې او د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا پرې بریدونه وشول او مرګ ژوبله یې ورته واړوله.
د سلما بند کار باید په درو کلونو کې له سل میلیون کم ډالرو لګښت بشپړ شوی وای، خو د مسلکي ستونزو له کبله نه یوازې دا پروژه څو کاله وځنډېده، بلکې لګښت یې هم کابو درې سوه میلیون ډالر لوړ شو.

د عکس سرچینه، Getty








