تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له کابله د زراعتي توکو لومړنۍ الوتکه هند ته لاړه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابله هند ته د زراعتي توکو ډکې الوتکې په الوتنې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ رسما د هوايي دهلیز پرانيسنته وکړه.
د جون په ۱۹مه د زراعتي توکو یوه الوتکه د هند پر لور روانه شوه.
د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلیز جوړلو پرېکړه ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر نرېندر مودي په یوه لنډه لیدنه کې کړې وه.
د افغان او هند ترمنځ د هوايي دهلیز پروژې مسول صدیق الله مجددي وايي، دويمه الوتنه به څه کم يوه اوونۍ کې له کندهاره د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت ۴۰ ټنه وچه ميوه ډهلي ته ولېږدوي.
نوموړی وایي "د هندوستان په مرسته موږ هيله لرو د اړتيا پروخت د تازه مېوې د فصل په پيلدو او د نورو زراعتي محصولاتو د لېږد لپاره پوره چمتووالی لرو چې اوونۍ کې يو پرواز يا تر ډېر تنظيم کړو".
موږ بحران په فرصت بدلوو
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د کنایې په ډول پاکستان ته پیغام ورکړ چې د افغانستان له دې ګام دې درس واخلي. "هر څوک چې زموږ لپاره بحران جوړوی دا درس دې واخلي چې موږ بحران په فرصت بدلوو".
د دغه دهلیز په پرانست غونډه کې د هند سفیر من پریت وورا د دې دهلیز جوړېدل د اوږدمهاله ستونزې ستراتیژیک حل وباله.
نوموړي وويل "له دې پروژې زموږ د حکومت ملاتړ دوام لري او غواړم ډاډ درکړم چې موږ به له تاسو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړو موږ به د بازار د پراختيا او اړتيا پر بنسټ دا دريځ پراخوو".
په ښکاره د دې دهلیز جوړولو پرېکړه وروسته له هغه شوې چې څو وارې د سیاسي کړکېچونو له امله پاکستان پر افغانستان د تګ را تګ لارې بندې کړې. په دې موده کې پاکستان افغانستان ته له خوراکي توکو بار ګاډي له پولې سره د څو ورځو لپاره ایسار کړي وو.
همدا لامل شو چې افغان دولت د بدیلې لارې په توګه هند ته د تجارتي توکو لېږد رالېږد لپاره هوايي ترانزیت لار غوره کړي.