حنیف اتمر د ترهګرۍ ضد مبارزې کنفرانس لپاره هند ته تللی

د عکس سرچینه، FB: Mohammad Haneef Atmar
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، ښاغلی اتمر به د هندوستان د دفاعي څېړنو انستېتیوت په جوړ شوي کنفرانس کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د کړو وړو د بدلون په اړه وینا وکړي.
ښاغلي غورځنګ وویل، د ملي امنیت شورا سلاکار به له یاد کنفرانس وروسته، د هند د ملي امنیت له سلاکار ډاکټر اجیت کومار دووال او ځینو نورو لوړپوړو هندي سیاستوالو او امنیتي چارواکو سره هم دوه اړخیزې خبرې او کتنې ولري.
غورځنګ زیاتوي، د ښاغلي د اتمر د سفر یوه موخه د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې او د کابل - نوي ډیلي ترمنځ د سیاسي او امنیتي اړیکو د پراخولو لپاره لاره هوارول دي.
تواب غورځنګ وايي، دا چې هند په سیمه کې د افغانستان یو لوی متحد او ملګری دی، دغه خبرې به د هند او افغانستان پر سیاسي اړیکو مثبت اغېز ولري.
په وروستیو کلونو کې هند له افغانستان سره خپل سیاسي او دیپلوماتیک اړیکي پراخه کړي دي.
د تېر ۲۰۱۶ کال سپټمبر میاشت کې د هند پلازمېنه ډیلي کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه خبري غونډه کې وویل، د ترهګرو پر ضد باید له توپیر پرته مبارزه وشي، ځکه وايي د ترهګرو له کبله سیمه کې سوله او ثبات له خطر سره مخامخ دي.
افغانستان او هند وايي، سیمه کې سولې او ټیکاو ته تر ټولو لوی خطر له هغو دی، چې د خپلو سیاسي هدفونو لپاره د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېرو ۱۵ کلونو کې نوي ډیلي کابل ته کابو دوه میلیارده ډالر مالي مرسته ورکړې. د ولسمشر غني په دې وروستي سفر کې یې د یو میلیارد امریکایي ډالرو نوره مرسته هم اعلان کړه.
په دې وروستیو کې د هند لخوا د ایم ۲۵ جنګي چورلکو مرسته د پام وړ پرېکړه وه.
جګپوړو افغان چارواکو نوې ډيلۍ ته د خپلو پرله پسې سفرونو په ترڅ کې بیا بیا پر هندي حکومت غږ کړی چې له افغانستان سره په خلاص مټ او په ډاډه زړه پوځي مرستې وکړي.








