د کابل او نوي ډیلي ترمنځ کارګو سوداګري پیلېږي

اريانا هوايي شرکت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان سوداګر وایي له اریانا افغان هوايي شرکت سره د هوکړه لیک له مخې له هند سره د هوا له لارې راکړه ورکړه د ځمکې پرتله ارزانه او چټکه پرېوځي

د کابل ـ نوي ډیلی ترمنځ به يکشنبې ( ۱۸ جون) رسمآ د کارګو الوتکو په وسیله د سوداګریزو توکو لېږد را لېږد پيل شي.

افغان سوداګر وایي له اریانا افغان هوایي دولتي شرکت سره د هوکړه لیک له مخې له هند سره د هوا له لارې راکړه ورکړه ورته د ځمکې پرتله ارزانه او چټکه پرېوځي.

د سوداګرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلی وایي، له دې سره به پر ګاونډي هېواد پاکستان چې تل افغان صادراتو ته ستونزې پيدا کوي، اتکا نوره هم کمه شي.

ښاغلی پسرلی وایي، د لومړي ځل لپاره ۶۰ ټنه سوداګریز توکي چمتو شوي چې سبا یکشنبه (جون ۱۸مه) به د کابل له هوایي ډګره هند ته ولیږدول شي، "دا ځل دهوا له لارې انتقالات زموږ په ګټه دي؛ په لږ وخت کې په کمه بیه موږ کولای شو هندوستان ته صادرات ولرو".

د صيام الدين پسرلي په خبره، په تېر کې به چې افغان توکي تر هندوستان رسېدل نو په کیلو یې ۳۰ پیسې لګښت راتلو خو د هوا له لارې په انتقالاتو به پر کیلو له ۲۰ تر ۲۵ پيسې لګښت راشي.

د افغانستان وچې مېوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سوداګرۍ خونه وایي اوسمهال له کابل او کندهار هوایي ډګرونو هند ته د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد پرېکړه شوې

هغه زیاتوي، په راتلونکو څو ورځو کې به د هند سوداګریز توکي چې دارو درمل، د سینګار او خوراکي توکي په کې دي، کابل ته راورسیږي.

سوداګرۍ خونه وایي اوسمهال له کابل او کندهار هوایي ډګرونو هند ته د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد پرېکړه شوې او په راتلونکې کې به د بلخ او هرات هوایي ډګرونو ته هم دا لړۍ وغځول شي.

افغانستان دا ګام وروسته له هغې اخیستی چې د سوداګرۍ خونې په باور له دې وړاندې ورته پاکستان په تورخم، سپین بولدک او واګې بندرونو کې ستونزې پيدا کولې او صادارتي توکي به په ډېر ځنډ رسېدل.

افغان حکومت له دې وړاندې ویلي، هڅه یې دا ده چې هېواد د سیمې په سوداګریزې څلور لارې بدل کړي او پر پاکستان چې د دوی په باور تل سوداګریزې چارې د سیاست تر سیوري لاندې راولي، تکیه کمه کړي.

بل لورته د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي د افغانستان سوداګریز توکي ورته مهم دي او دوی د افغانستان له تولیدي توکو تود هرکلی کوي.