هرات: سرتېري د خپلې کوژدنې د طلاق په غوښتنه ځان سوځولی

له هراته د ښځو ځان سوځونو رپوټونه ډېر ورکړل شوي، خو په یوه عام ځای کې د سړي ځان سوځونه بې سابقې پېښه ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له هراته د ښځو ځان سوځونو رپوټونه ډېر ورکړل شوي، خو په یوه عام ځای کې د سړي ځان سوځونه بې سابقې پېښه ده

له هراته د ښځو د ځانسوځونې راپورونه نسبتاً ډېر دي، خو په دغه ولایت کې په عام محضر کې د نارینه ځانسوځونه بې مخینې ده.

د هرات د عامې روغتیا چارواکي مني چې د افغانستان د ملي اردو یوه سرتېري ' د کورني زورزیاتي او د خپلې ښځې د طلاق غوښتنې له امله' ځان ته اور ورته کړی دی.

د هرات د سیمه ییز روغتون د ویاند محمدرفیق شیرزي په خبره، د ملي اردو دغه سرتېري د هرات د امینه قوماندانۍ مخې ته لومړی پر ځان تېل اچولي او بیا یې ځان ته اور ور کړی دی.

له پېښې وروسته پولیس د سرتېري ژغورنې ته ورسېدل، خو د هغه ځان ډېر سوځوېدلی و.

ښاغلی شیرزی وايي، د سرتېرې بدن کابو ۹۰ سلنه سوځېدلی او د درملنې لپاره د سوځېدنې ځانګړي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د ځایي سرچینو په خبره، یاد سرتېری ۳۲ کلن دی او د افغانستان د شمال سرپول ولایت اوسېدونکی دی.

له هراته د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، له دغه ولایته د ښځو د ځانسځونې راپورونه ډېر دي، خو په عمومي ځایونو کې د نارینه د ځانسوځونې پېښه بې مخینې ده.

د هغه په خبره، تر دې وړاندې په کلیو او بانډو کې د نارینه وو د ځانسوځونې پېښې رامنځته شوي، خو په ډک بازار کې نه.

د هغه په ټکو، لا روښانه نه ده 'په هغه ځای کې چې سرتېري ځان سوځولی' تصادفي یې غوره کړی و او که غوښتل یې چې ستونزې ته یې د خلکو پام واوړي.

هرات د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د ځانسوځونې او ځانوژنې پېښو کچه پکې تر نورو هغو لوړه ده.

موده وړاندې د هرات روغتون د بېړنۍ څانګي مشر ډاکټر عزیزالرحمن جامي بيبيسي ته وویل، په ۱۳۹۵ کال په دغه ولایت کې ۱۰۰۰ کسانو د زهري او خطرناکو موادو په خوړو د ځانوژنې هڅه کړې چې له ډلې ۳۰ کسان وژل شوي او نور یې ژغورل شوي دي.