پاکستان کې يوه ښوونکې ژوندۍ سوځول شوې

- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان په پنجاب کې يوه ښوونکې په داسې حال کې ژوندۍ سوځل شوې او وژل شوې ده چې د پولیسو په خبره هغه له یوه داسې کس سره له واده کولو انکار کړی وو چې مخکې یې هم یو بل واده درلود.
د دغې ښوونکې د کورنۍ په خبره کله چې دوی له دې واده څخه انکار وکړ نو د هلک پلار دا نجلۍ وسوځوله.
د پنجاب مري سیمې د پولیسو په خبره یاده ښوونکې، چې ماريه نومیږي په يوه ښوونځي کې ښوونکې وه او د هغه ښوونځي مالک غوښتل زوی ته یې کوژده کړې، چې وار له مخه يې هم بل واده او ماشومان درلودل.
د دوی په وینا د ماريا د کورنۍ له انکار وروسته يې ماريه نومې دا ښوونکې سوځلې چې نن چهارشنبه يې د اسلام اباد په پمز نومي روغتون کې ساه ورکړه.
ددغې ښوونکې پلار له بي بي سي په خبرو کې د پېښې په هکله وویل:
''کله چې موږ له دې کورنۍ سره ددغې نجلۍ د کوژدې کولو څخه انکار وکړ نو ددغه هلک پلار زما لور وسوځله''
د ښوونکې ماريا پلار له بي بي سي په خبرو کې له حکومته او امنيتي ادارو وغوښتل چې د لور وژونکو ته يې ژر تر ژره سزا ورکړله شي.
بله خوا د یادې سیمې پولیسو بي بي سي ته ویلي، په دغه پېښه کې د پنځو ککړو کسانو لټون يې پېل کړی او ډېر ژر به يې د قانون منګولو ته وسپاري.
دا ښوونکې داسې مهال وژله کېږي چې په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالانو په دې وروستيو کې شکایت کړی و چې ګواکې په دغه هېواد کې له ښځو سره د زور زیاتي او تاوتریخوالي پېښې تر نور کله ډېرې شوې.








