ننګرهار کې ۱۵ کلنه نجلۍ سوځول شوې

د عکس سرچینه، Melad Hamede
د ننګرهار چار واکي وايي د شنبې په ورځ ګهیځ د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې یوه پنځلس کلنه نجلۍ، چې د نهم ټولګي زده کوونکې وه، په اور سوځول شوې او وژل شوې ده. دغه نجلۍ په تنور کې سوځول شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي د پېښې په تړاو يې د نجلۍ وریندار نیولې او پلټنې ترې روانې دي:
"خو دا لا نه ده معلومه چې نجلۍ خپله تناره ته لوېدلې که قصداً ورغورځول شوې ده".
ښاغلی خوګیاڼی وايي، پېښه د شنبې په ورځ شاوخوا نهه بجې شوې د ننګرهار ښار درېیمې ناحیې علي خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
لومړني معلومات ښیي چې د مرسل په نوم د بي بي زینب لیسې د نهم ټولګي دغه شاوخوا ۱۵ کلنه نجلۍ د خپلې وریندار له لوري تنور ته غورځول شوې او سوځول شوې ده.
دی وايي، لومړني معلومات ښيي، چې نجلۍ د خپلې ورېندارې له خوا سوځول شوي ده، مور او پلار یې کابل کې وو، او ورور یې هم د پېښې پرمهال په کور کې نه و.
د بشري حقونو نړېوال سازمانونه او په افغانستان کې د بشري حقونو فعالينو په وار وار پر حکومت غږ کړی، چې له ښځو سره د زورزياتي د مخينوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
که څه هم حکومت د ښځو پر وړاندې زورزیاتی منع اعلان کړی، خو په دې کې پاتې راغلی چې په بشپړ ډول له ښځو سره د زور زیاتي د ښځو پېښې ودروي.








