یونما: ۲۰۱۵ کې د افغان ښځو مرګ ژوبله ٪۳۷ ډېره وه

د عکس سرچینه، VAWJ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ پلاوي (یونما) دفتر ویلي، تېر ۲۰۱۵ کال په افغانستان کې د وړم کال په پرتله د ښځو د مرګ ژوبلې کچه ۳۷ سلنه ډېره شوې وه.

ددغه دفتر په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، په هېواد کې د پراخو ناامنیو له کبله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په ډېرېدو سره د ښځو په مرګ ژوبله کې هم ډېروالی راغلی دی.

دغه سازمان وايي، د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی او ځینې ناوړه دودونه لاهم په هېواد کې د اندېښنې وړ خبره ده.

یونما وايي، ۲۰۱۵ کال د ښځو پر وړاندې د ګواښونو شاهد و، خو د هغو مېرمنو پر وړاندې ننګونې دوه برابره وې، چې د ښځو له حقونو یې دفاع کوله.

د ملګرو ملتونو دفتر وايي، افغانستان له کاري پلوه د ښځو د کاري زمینو شاهد و، چې په کابینه، پارلمان او مدني ټولنو کې د ښځو برخه ډېره شوې ده. دوی د هېواد په ټولنیزې او اقتصادي غوړېدا کې هم ګډون درلود.

یونما وايي، په تېرو څو کلونو کې د مشرتابه په کچه د ښځو رول ډېر شوی، خو لاهم دغه رول سمبولیک ګڼل کېږي چې پر ولایتونو پورې محدود دی.