ګلاره؛ ننداره، 'ښځه، ژوند او ښکلا'

د عکس سرچینه، Gellara
- Author, سهراب سیرت
- دنده, بي بي سي
تاوتریخوالی، محرومیت او بې وسي، هغه نه جلا کېدونکې مسلې دي، چې تر ډېره حده افغان ښځې پرې بحث کوي. 'ګلاره ' مجله غواړي د ښځې بېله څېره وښيي.
د دغې مجلې لومړۍ ګڼه دا وروستیو کې کابل کې دوه زره ټوکه کې له چاپه راوتلي، چې د چاپ چارې یې پېغلو تر سره کړې.
د مجلې پر یوه پوښتۍ د افغان سندرغاړې مژده جمال زاده یو انځور خپور شوی او "ښځه، ژوند او ښکلا" سرلیک ورکړل شوی دی.
د مجلې نوم د هغو کردي مبارزو نجونو له نامه اخیستل شوی، چې عراق کې د 'اسلامي دولت ' 'داعش ' ډلې پروړاندې جنګېږي.
د مجلې چلوونکې وايي، ګلاره د ښځو له خوا ښځو ته خپرونې لري او د ښځو اړوندې مسلې او مطالب به خپروي.
دا مجله په دودیزه افغان ټولنه کې د ښځو د فعالیت یو نوی ګام ګڼل کېږي.
د مجلې لومړۍ ګڼه پاریس کې د ماډل اړوند مطالب خپاره شوي، همداشان، د میندوارۍ کنټرول، د میندوارۍ پرمهال شیک ګرځېدل او د سینې سرطان په تړاو مطالب هم لري.
دا مجله د ښځو اړوند ځینې نور مطالب، چې تر ډېره ددوی پر سینګار پورې تړاو لري، خپروي.
دغه مجله پاریس کې د یوې افغان سندرغاړې د سندرې له خپرېدا او پر خواله رسنیوپه دې تړاو تر بېلابېلو غبرګونونو وروسته خپرېږي.
د بنسټپالو مخالفت لویه ستونزه

د عکس سرچینه، Gellara
د ګلاره مجلې مسوولان وايي، په اوږدمهال کې د افغان ښځو د ''مثبتې څېرې ښودلو '' هیله لري، خو د ګلاره مدیره فتانه حسن زاده باوري ده چې د بنسټپالي فکر لرونکو کسانو له مخالفت سره به مخامخ شي.
د هغې په خبره، ان د دې ټولنې د ځینې لوستو کسانو سره به هم په ټکر کې وي:
"ځکه هغوی دا نه خوښوي چې له څادرۍ پرته د ښځو انځور په مجله کې خپور شي".
خو د نوموړې په اند، دغه کار غځول او هدف ته رسېدل ورته ډېر مهم دي.
اوس ګلاره د هغو مالي شرکتونو په ملاتړ خپرېږي چې په دې مجله کې یې سوداګریز اعلانونه خپرېږي.
د افغان مېرمنو لپاره لومړنۍ خپرونه

د عکس سرچینه، Fatana Hasanzada
په افغان چاپي رسنیو کې د ښځو لومړنۍ ونډه ۱۲۹۹ لمریز کال ته رسېږي چې پرمختیاپال افغان پاچا امان الله خان واکمن و.
پر هغه مهال د ښځو لپاره ځانګړې شوې لومړنۍ خپرونه "ارشاد النسوان" چاپ شوه. خو د شاه امان الله خان د واکمنۍ په پرځېدلو سره دا خپرونه هم وتړل شوه.
له هغې مجلې لسګونه کلونه وروسته د مېرمنو لپاره ځانګړې مجله"میرمن" پر ۱۳۳۲ کال د افغان چاپي رسنیو ډګر ته را ووتله او څو کاله یې دوام درلود.
هغه مهال په هرات کې د "مهری" په نوم مجله هم خپرېدله، چې مېرمنو ته ځانګړې شوې وه.
د ښځو ملاتړې څه وايي؟

د عکس سرچینه، Gellara
په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالان وايي، چې ګلاره مجله به د مېرمنو د ویښتیا برخه کې ښه رول ولوبوي.
د ګلاره مجلې لومړۍ ګڼه د ښځو لپاره د ځانګړي تلوېزون له ازمایښتي خپرونو دوه ورځې مخکې چاپېږي.
د افغان مېرمنو خبري اژانس مشره حمیرا ثاقب د مېرمنو چارې څاري. هغې بي بي سي ته وویل، د افغانستان اوسني سیاسی او ټولنیز شرایط د ښځو ډېر مقاومت ته اړتیا لري.
د هغې په اند، هر هغه ګام چې د ښځو په مشرۍ د مېرمنو د حقونو لپاره پورته کېږي بې ګټې نه دی.
مېرمن ثاقب وايي، که څه هم تېرو ۱۵ کلونو کې د افغان مېرمنو په ټولنیز ژوند کې ښه بدلون راغلی، خو د ننګونو له امله لا هم د ښځو برخه کې د کار او هڅو پایلې "په زړه پورې" نه دي.
هغه زیاتوي چې د افغان مېرمنو چارې ان په ډېرو لویو ښارونو کې هم له ستونزو سره مخ دي او ان "د لوستو کسانو له نیوکو" سره هم مخ دي.

د عکس سرچینه، Gellara








