يوې افغانې مور شپږگوني ماشومان زيږولي

- Author, بلال سروري
- دنده, له کابله
د مزار شريف په روغتون کې ډاکټران وايي دغه ٢٤ کلنه ميرمن سارا چې په لومړي ځل ميندواره شوې وه په دې تمه د دوشنبه په ورځ( د جنوري ٢٣) ورغلې وه چې يو ماشوم لري.
دا ميرمن د بلخ له ولسوالۍ د مزار شريف ښار ته تللې وه.
کله چې ډاکټرانو معاينه کړه نو څرگنده شوه دې شپږ ماشومان لرل.
د بلخ ولايت د روغتيا د چارو ريس ښاغلي ميرويس بي بي سي ته وويل چې سارا درې نجونې او درې هلکان وزيږول.
د دغو ټولو ماشومانو وزن کم دى او يو پکې يوازې ٧٠٠ گرامه دى.
د ښاغلي ميرويس په وينا د ټولو ماشومانو روغتيا ښه ده.
د ډاکټرانو او روغتيا پالانو يوه ځانگړې ډله د دغو ماشومانو پالنه کوي.
ويل کيږي چې د سارا روغتيايي وضع ښه ده.
د ميرمن سارا دا کيسه په ځايي رسنيو کې ښه مطرح شوه.
د مزار شريف يوۀ اوسيدونکي بي بي سي ته وويل:
" سارا زړوره ښځه ده، بې جوړې ده خو نه پوهيږم چې څرنگه يې شپږ ماشومان وپالل، اوس بايد حکومت ورسره مرسته وکړي."
څو گونې زيږونې په افغانستان کې لږ پېښيږي.
د زيږون پر وخت د ماشومانو او ميندو مړينې لا هم په افغانستان کې خورا ډيرې دي.








