له ميرمنې سره جنگ پلار د ماشوم پلورلو ته وهڅاوۀ

د چين پوليس په هغه سړي پسې دي چې له ميرمن سره د ژبې تر اړولو وروسته يې خپل زوى يې خرڅ کړ.
دۀ سړي خپل يو کلن زوى په پنځه زره ډالره خرځ کړ .
زوى او پيسې موندل شوي خو سړى ترى تم شوى دى .
د ښځې خاوند د جنگ دليل دا و چې يو بل يې سست او لټ بلل .
سړى غصه شو خو صبر يې وکړ چې ميرمن يې ښار ته د کار په نيت لاړه شي .
کله چې هغه کار ته لاړه دۀ خپل زوى په يوې بلې کورنۍ وپلورۀ او پنځه زره ډالره يې واخيستل .
د ماشوم مور په دې پېښه څو مياشتې وروسته هغه وخت خبره شوه چې بيرته په رخصتي کلي ته ستنه شوه .
مور خپل زوى وموند خو هغې کورنۍ چې پر ماشوم پنځه زره ډالر ورکړي و چمتو نه وه چې بيرته يې وسپاري .
تړون
د دوى منطق دا و چې د ماشوم له پلار سره دوى تړون لاسليک کړى دى .
کله چې پوليس په پېښه کې ښکيل شول پېريدونکې کورنۍ چمتو شوه چې ماشوم بيرته وسپاري او خپلې پيسې واخلي .
د هينان په ولايت کې لا هم پوليس د ماشوم په پلار پسې دي .
په دې پېښه کې ښکيلې کورنۍ له خبرو ډډه کوي او پوليسو هم گونگه روژۀ نيولې ده .
يوۀ پوليس افسر غوښتل چې څوک پر دې موضوع رپوټ ورنه کړي ويل يې چې داسې خبرونه به د چين په باب خلکو ته منفي تصوير ورکړي .








