جنرال عبدالرشيد دوستم ترکيې ته ولاړ

جنرال دوستم ته نږدې سرچینې ویلي و چې پر ښاغلي دوستم ورځ تر بلې فشارونه ډېرېږي چې استعفا ور کړي او ترکیې ته لاړ شي

د عکس سرچینه، ENAYATULLAH BABUR FARAHMAND

د عکس تشریح، جنرال دوستم ته نږدې سرچینې ویلي و چې پر ښاغلي دوستم ورځ تر بلې فشارونه ډېرېږي چې استعفا ور کړي او ترکیې ته لاړ شي

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم د جمعې پر ورځ ترکيې ته لاړ. معلومه نه ده چې جنرال دوستم به په دغه هېواد کې څومره وخت پاتې کېږي خو رسمي پاڼه کې یې لیکل شوي چې له درملنې وروسته به افغانستان ته ستون شي.

په مارچ میاشت کې د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني د لندن له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و، د ولسمشر په لومړي مرستیال قانون پلی شوی دی، هغه په یو ډول پخپل کور کې نظربند دی چې هیڅ رسمي دولتي کار نه تر سره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د جوزجان ولایت پخواني والي احمد ایشچي پر جنرال دوستم تور لګولی و چې هغه یې بندي کړی او شکنجه کړی دی. ایشچي د جنرال دوستم په ساتونکو د جنسي تېري تور هم پورې کړ.

د افغانستان لویې څارنوالي د احمد ایشچي د قضیې څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

ساتونکي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، جنرال دوستم له تېرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې خپل کاري دفتر ته نه دی تللی

د ښاغلي ایشچي د ادعاوو دوسیه لا هم تر څېړنې لاندې ده. د یادې قضیې په تړاو د ښاغلي دوستم ساتونکي د پوښتنو ګروېږنو لپاره د افغانستان لویې څارنوالۍ ته حاضر شوي، خو ښکاري چې په دې برخه کې لا غوښتی پرمختګ نه دی شوی.

جنرال دوستم له تېرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې خپل کاري دفتر ته نه دی تللی، خو کله چې د تېرې کب میاشتې په لومړیو کې نوموړی خپل دفتر ته لاړ، په سبا یې د کور د کلابندۍ خبرونه خپاره شول.

خو وروسته بیا ښاغلي دوستم دا رد کړه چې ګواکې د هغه د کور مخې ته دې پوځیان ځای پر ځای شوي وي او هغه یې د رسنیو تبلیغات وبلل.

د ښاغلي ایشچې تر قضیې وروسته د ډېرو خلکو پام دې ته اوښتی چې ښاغلي دوستم چېرې اوسېږي او کوم ځای ته سفر کوي.

څه موده وړاندې جنرال دوستم ته نږدې سرچینې ویلي و چې پر ښاغلي دوستم ورځ تر بلې فشارونه ډېرېږي چې استعفا ور کړي او ترکیې ته لاړ شي، خو نوموړی مقاومت کوي او دا وړاندیز یې رد کړی دی.

خو ښاغلي دوستم ته نژدې سرچینې وايي چې هغه د شکرې ناروغي لري او ترکیې ته کله نا کله د درملنې لپاره ځي.