افغان دولت له ۱۰۰ ډېر شرکتونه تور لیست کې شامل کړي دي

د عکس سرچینه، GMIC
د افغانستان د تدارکاتو ملي اداره وايي، لسګونه شرکتونه یې د جعل کارۍ او نورو تورنو له کبله خپل تور لیست کې شامل کړي دي.
د دغې ادارې مشر یما یاري وایي، له دې لارې یې د یادو شرکتونو شااوخوا درې میلیونه ډالره ضمانتي پیسې د دولت بودیجې ته سپما کړي دي.
افغانستان کې د قراردادونو په را کړه ور کړه کې د پراخ فساد ادعا کېږي، خو ولسمشر یې د مخنیوي لپاره همدا د تدارکاتو اداره ګومارلې چې اوس یې د چارو د الکترونیکي کولو هڅې کېږي.
له دې سره هم د تدارکاتو ادارې چارواکي ډاډه نه دي چې له فساد سره یې مبارزې ښه نتیجه ورکړې. دوی لا هم د خپلو فعالیتونو پر وړاندې د ستونزو یادونه کوي.
ویل کېږي یوشمېر لوړپوړي چارواکي لا هم په ډېر مهارت سره داسې فساد کوي چې د تدارکاتو ادارې له نظره پټ پاتې کېږي.
د تدارکاتو ادارې مشر یما یاری ویلي:
''ستونزه شته، زه نه وایم چې فساد نه شته، که فساد نه وي، خو افغانستان به ګل او ګلزار وي، موږ وايو، تر هغه ځایه چې موږ کولای شو اجازه نه ورکوو، خو دا چې زموږ له ادارې بهر څه کېږي زه څنګه کولای شم چې خبر شم او څنګه کولی شم چې ووایم. ''
افغان ولسمشر درې ورځې وړاندې په دولتی قراردادونو کې د فساد مخنیوي په هکله ویلي و، چې د تدارکاتو سیستم چارې به الیکترونکي کوي او د مدني ټولنې نظارت به پر دغو چارو زیاتېږي.
ښاغلي غني دا هم ویلي و، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړې شوې ځینې ادارې خپله هم د فساد لامل شوې.
خو د تدارکاتو ادارې چارواکي وایي، تر خپله وسه یې د فساد مخنیوي ته هڅې کړي دي. دوی د بېلګې په ډول د دوه نیم زرو قرار دادونو یادونه کوي چې دوی څیړلي او نژدې شل میلیارده افغانۍ ګټه یې حکومت ته رسولې ده.
د تدارکاتو ادارې اوس اعلان کړی چې د خپلو هڅو په ترڅ کې یې، له ۱۰۰ ډېر شرکتونه د جعل کاري او معلوماتو نه ورکولو په تور خپل تور لیست کې شامل کړي دي.
د تداراکتو اداره ادعا کوي چې د دغو شرکتونو د تنظیماتو له کبله یې شااوخوا درې میلیونه ډالر چې څه باندې دوه سوه میلیونه افغانۍ کیږي د دولت عوایدو ته ور جمع کړې دي.
دغه اداره دولت ته د خپلو نورو ګټورو فعالیتونو یادونه هم کوي.
''څه باندې ۲۱۰۰ قراردادونه د تدارکاتو ملي کمېسیون لخوا منظور شوي دي. د دې قرار دادونو ارزښت شاوخوا ۳۴۵ میلیارد افغانۍ دي او دا د هېواد د اقتصاد څرخ ته دننه شوې دي. په تدارکاتو کې ۲۵ سلنه کورنیو تولیداتو ته غوره والی ور کړل شوی چې دا لوړ شمېر دی.
افغانستان کې په فساد کې نړیوال مرسته کوونکي هم ښکېل ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول هغه قرار دادیان چې ورکړل شوي تړونونه لاس پر لاس کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لوېدیځ مرسته کوونکِي حکومتونه د خپلو وګړو له دې پوښتنې سره مخامخ دي چې د دوی له مالیې اخیستل شوې مرستي دغه هېواد کې پر ځای نه لګول کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره په دغه هېواد کې د فساد د له منځه وړلو لپاره د معافیت دود له منځه وړل، له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز علني محاکمې، د شتمنیو ثبت او اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون توشیح په دې برخه کې ګټور ګڼي.








