د "داعش" ماتولو لپاره د فساد ختمول اړین دي"

د عکس سرچینه، .
د شفافیت نړیوال سازمان تازه رپوټ کې ویل شوي، تر هغو چې په منځني ختیځ کې د فساد پراخېدونکې جرړې له منځه تللې نه وي، د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې ماتول ناشونی کار دی.
دغه سازمان وايي، د فساد پراخېدو سره د "اسلامي دولت" ډلې لمن هم پراخېږي.
په راپور کې د بریتانیا او امریکا په ګډون، د لوېدیځو هېوادونو دولتونه د هغه فساد پر وړاندې د جدي ګام په نه اخیستو تورن شوي، چې د ترهګرۍ - په تېره بیا په منځني ختیځ کې د خپرېدو اصلي لامل ګرځي.
دغه سازمان پر حکومتونو غږ کړی چې خپلې پوځي بودیجې ډېرې کړي.
دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې د عراقي ځواکونه د "اسلامي دولت" مهم ښار موصل ته د پرمختګ په حال کې دي.
د "لوی پاروونکي" په نوم راپور کاږي، داعش د سخت دریځۍ او پوځي ګومارنې لپاره له فساد خپرولو ګټه اخیستې ده.
د شفافیت نړیوال سازمان د دفاع او امنیت پروګرام مشره کترین ډیکسن وايي، فساد هغه ناره ده چې دغه ډله پرې خپل ملاتړي راغونډوي.
دې وویل: "نړیواله ټولنه په سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" په څېر ډلو د "ایډیالوژۍ" د مخنیوي لپاره ډېرې هلې ځلې کوي، ځکه دغه ډلې هلته د تبلیغاتو له لارې کسان ورجذبوي، خو ټولې هغه مادي زمینې یې ناګاره ګڼلې دي چې دغه ډله یې په ترڅ کې وده کوي".

د عکس سرچینه، AP









