د موصل جګړه: عراقي ځواکونه د اسلامي دولت وروستي مرکز پرلور

Iraqi soldier during a Mosul offensive. Photo: 20 February 2017
د عکس تشریح، د یکشنبې په ورځ د عملیاتو په پیل کې عراقي امنیتي ځواکونو ډېر شمېر کلي ونیول

د عراق دولتي ځواکونو د موصل لویدیځ پر لور چې د اسلامي دولت نومې دلې وروستی لوی مرکز دی خپل عملیات له سره پیل کړي دي.

د بي بي سي خبریال کوینټین سومرویلي چې له دولتي ځواکونو سره ملګری دی وایي؛ په نژدې واټن کې د توپخانې ډزې اورېدل کېږي.

د یکشنبې په ورځ د عملیاتو په پیل کې عراقي امنیتي ځواکونو ډېر شمېر کلي ونیول. د موصل ښار ختیځه څنډه تېره میاشت د سختو جګړو په ترڅ کې د اسلامي دولت له کنټرول نه بهر کړای شوه.

په روانو عملیاتو کې زرګونه سرتېري برخه لري چې د توپخانې او هوایي ملاتړ هم ورسره دی.

Photo taken by Quentin Sommerville from Iraqi convoy

زموږ خبریال وایي؛ د اسلامي دولت لخوا په سیمه کې د ښخ شویو ماینونو له امله د عملیاتو پرمختګ ورو دی.

عراقي ځواکونو اوسمهال د موصل ښار لویدیځ څنډه کلابنده کړې ده. ورسره د ماین شنډوونکې ډلې هم دي چې هڅه کوي سیمه پاکه کړي.

ملګرو ملتونو په سیمه کې د شته ولسي وګړو د وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې چې د راپورونو له مخې؛ شمېر یې ۶۵۰ زره کسانو ته رسېږي. د ښار اوسېدونکو ته د عملیاتو په تړاو له هوا نه د خبردارۍ پاڼې غورځول شوې وې.

پوځي چارواکي وایي؛ د کږو او تنګو کوڅو لرلو سره د موصل لویدیځ کې عملیات د ښار د ختیځې برخې په پرتله ننګوونکی دی. ددوی په وینا د ښار لویدیځه برخه د ختیځې په پرتله کوچنۍ خو ګڼ مېشتې ده او داسې برخې لري چې د اسلامي دولت ډلې پلوي دي.

پر دجلې سیند ټول پلونه ړنګ شوي چې د موصل لویدیځ ته د اوښتو لپاره کارول کېدل.

Iraqi member of EOD team inspecting ground for secondary bombs, outside Mosul (20 Feb 2017)
د عکس تشریح، له موصل نه بهر؛ د دولتي ځواکونو د ماین شنډوونکې ډلې غړی سیمه څاري

د عراق دولتي ځواکونو د موصل ختیځې برخې د نیولو لپاره تېر کال اکتوبر میاشت کې عملیات پیل کړل او دا دوه کاله وروسته له هغه و چې د اسلامي دولت نومې ډلې اورپکو موصل او د عراق شمال او ختیځې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

ملګرو ملتونو د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې وویل چې د موصل په جګړه کې تر نیمایي ډېره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده.

له اکتوبر راهیسې چې په نینوا ولایت کې عملیات پیل شوي لږ ترلږه ۱۰۹۶ کسان وژل شوي او ۶۹۴ نور ټپیان شوي دي.