''حج ته د افغانانو لېږلو لګښت ۳۰ سلنه لږ شوی''

د عکس سرچینه، .
افغان چارواکي وايي، حج ته د افغانانو د لېږلو لګښتونه یې نژدې ۳۰ سلنه کم کړي دي، خو په ولسي جرګه کې بیا هم د فساد له تورونو سره مخامخ شول چې دوی یې ردوي.
ولسي جرګې د حج او اوقافو سرپرست وزیر داعي الحق عابد او د آریانا افغان هوايي شرکت مشر محمد نادر عمر د ځواب ویلو لپاره ور غوښتي وو، چې د هغو تورونو په تړاو چې ګواکې حج ته د افغانانو لېږلو بهیر روڼ نه دی، ځواب ووايي.
د نومونو په پچه اچوونه کې فساد، د میلیونونو افغانیو اختلاص او د لوړ پوړ چارواکو او د ملي شورا وکیلانو ته د اضافه امتیازونو ورکول هغه تورونه و چې د ولسي جرګې د غړو په باور حج ته د افغانانو د لېږد په بهیر کې شته.
خو د حج او اوقافو سرپرست وزیر پرته له دې چې د میلیونونو افغانیو د اختلاس او نورو تورونو په هکله سپيناوی وکړي وویل، د پخوا پرتله دا بهیر روڼ شوی دی او زیاته یې کړه چې حج ته د تلو لګښت یې ۹۵۰ ډالرو ته ښکته کړی چې پخوا ۱۴۰۰ ډالره و.
د وکیلانو نورې نیوکې پر آریانا افغان هوايي شرکت وې چې ولې د حاجیانو د لېږد لپاره له کرايي الوتکو کار اخلي او په دې نه دی توانیدلی چې الوتکې وپيرې، چې د اریانا افغان هوايي شرکت مشر محمد نادر عمر یې دلیل مالي ستونزې وبللې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چارواکو په وینا له سلو زرو ډېرو کسانو د حج لپاره نومونه لیکلي دي، خو د افغانستان ونډې له مخې شاوخوا ۳۰ زره افغانان سږ کال حج ته تللی شي.








