''افغانستان د وارداتي برېښنا لګښت بدل کې خپله برېښنا تولیدولی شوای''

د عکس سرچینه، MEW
د افغانستان اوبو او انرژۍ وزیر ویلي، افغانستان یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ډالر تېرو ۱۴ کلونو کې پر وارداتي برېښنا لګولي دي.
وزیر علي احمد عثماني د شنبې پر ورځ ویلي، افغانستان کولای شوای د دومره پېسو بدل کې په هېواد کې دننه سلګونه میګاواټه برېښنا تولید کړي.
نوموړی وايي، افغانستان داسې حال کې له ګاونډیانو برېښنا پېري، چې خپله د دغې چارې لپاره پریمانه سرچینې لري.
ښاغلي عثماني ویلي، هغومره سرچینې چې افغانستان یې لري، نه یوازې دا چې د خپلې اړتیا وړ برېښنا ورنه موندلای شي، بلکې ګاونډيانو ته یې هم پلورلای شي.
د نوموړي له حسابه د هغو یو اعشاریه درې میلیاردو ډالرو بدیل کې، چې افغانستان له ۲۰۰۳ کاله راهیسې د برېښنا پر تولید لګولي کېدای شوای، په هېواد کې دننه له ۶۰۰ تر ۱۳۰۰ میګا واټه برېښنا تولید شوې وای.
د ښاغلي عثماني په خبره، افغانستان کې همدا اوس ۱۵۰۰ میګاواټه برېښنا مصرفیږي، چې ۱۱۰۰ میګاواټه یې له بهره پېرل کېږي او پاتې هغه یې په هېواد کې دننه تولیدیږي.
د انرژۍ وزیر وايي، دا د برېښنا لپاره د افغانستان ټوله اړتیا نه ده، بلکې په وینا یې دغه هېواد همدا اوس څلور زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې لګښت یې پنځه میلیارده ډالرو ته رسېږي.
افغانستان لا هم داسې برېښنايي شبکه نه لري، چې د هېواد له یوه سره تر بله غځېدلې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه هېواد له ۳۴ ولایتونو نه ۱۴ شته شبکې سره نه دي تړلي او له همدې کبله یې اقتصادي وده له ستونزو سره مخامخ ده.
د افغانستان انرژۍ وزیر په خبره روانې اونۍ ته له دې کبله د 'تل تر تله انرژۍ ' نوم ورکړل شوی، چې خلک د برېښنا مصرف کې سپما ته وهڅول شي. هغه وايي، د اوونۍ نومولو یو بل هدف اوبو له کوچنیو زېرمو، خځلو، لمریزي او د بادي انرژۍ په ګډون له نویو سرچینو د برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته پام اړول هم دي.









