ولې هندو او سک ماشومان د افغانستان رسمي ښوونځیو ته نه ځي؟

- Author, نجما ځلا
- دنده, بي بي سي - کابل
افغان سکان او هندو مذهبه وګړي له حکومته غواړي د ماشومان دزده کړو لپاره دې یې پام ډېر کړي چې په هندوانو او سکانو کې د نالوستۍ کچه ټيټه شي.
په ګرد افغانستان کې د اهل هنود او سکانو لپاره د ټولګیو په بڼه یوازې دوه ښوونځي جوړ شوي، چې په دواړو کې د زده کوونکو شمېر د سلو په شاوخوا کې دی.
سک او هند مشران یوه ستونزه تل یادوي چې دوی ته د ځانګړو ښوونځیو د نه شتون له امله ډېر یې نالوستي پاتې شوي دي .
د افغانستان دپوهنې وزارت چارواکو بي بي سي ته ویلي، لا خو ددغو ستونزو په اړوند دوی نه دي خبر شوي که یې غوښتنې وي ورته به لاسرسی وکړي.
نجما ځلا په ننګرهار کې د هندوانو او سکانو ښوونځي ته تللې هلته له زده کوونکو او ښوونکو سره غږېدلې.
افغان هندو او سک ماشومان په خپل هېواد کې د لوی اکثریت په سیوري کې د ژبې او نورو زده کړو په خوارۍ دي چې ځان سیال وساتي خو له ګڼو ننګونو سره.
په ننګرهار کې دوی د خپلې مذهبې ودانۍ درمسال په یوه څنډه کې په پلاستيکي فرش ناست دي. ټولګی یې هېڅ د ښوونځي په رنګ نه ښکاري خو ښوونځی دی.
دا ښوونځی د ننګرهار د پوهنې ولایتي ادارې ته په څومترۍ کې دی خو ګومان پرې د یوې لرې پرتې سیمې د ښوونځي کېږي.
د سکانو او اهل هنود ماشومان ځکه نورو مکتبونو ته نه ځي چې کورنۍ یې وايي آزارول کیږي.


دلوین سنګ یو زده کوونکی وايي: "موږ چې بل مکتب ته ځو نور ماشومان مو په عذابوي نو بل چېرته نه شو تللی. زه په هیله مکتب کې وم هلته خلکو ډېر ازار کړم بیا دې ښوونځي ته راغلم او هغه ښوونځی مې پرېښوده."
اقبال سنګ چې په دې ښوونځي کې د مورنۍ ژبې ښوونکی دی وايي ورته د خپلو زده کوونکو دا حالت په شاتګ ښکاري څه چې وايي پخوا چارې سمې وې او کار یې جوړ و:
"پخوا وختونو کې ما خپله په لیسو کې درسونه ویلي دي. زموږ اکثر خلک دلته ډاکټران و انجینران و په هره برخه کې زموږ سک وروڼو او خویندو وظیفې درلودلې او خدمت یې کاوه".
یوازې دوه ښوونځي
هندو او سکانو ته په ټول افغانستان کې د ټولګیو په بڼه یوازې دوه ښوونځي شته، یو په ننګرهار بل په کابل کې. د بېلابېلو ټولګیو زده کوونکي په یو صنف کې ناست وي او د درسي توکو د کمښت خبره هم کېږي.
د اهل هنود او سیکانو په دې ښوونځې کې د ماشومانو شمیر شاوخوا شپیته زده کوونکو ته رسیږي. یو مهال په ننګرهار کې د هندو او سکانو لس زرو نه ډیرې کورنۍ اوسېدې خو اوس ایله یو سلو څو کورنې پاتې دي. د نورو لاملونو ترڅنګ دوی د وطن پرېښودو یو لامل د خپلو ماشومانو د زده کړې خبره کوي.
د عبادت پرمهال امریک سنګه د هغو سلګونو سکانو او هندوانو بېلګه ده چې د ځانګړي ښوونځي د نه شتون له امله نالوستی پاتې شوی:
"که مې درس ویلی وای نو اوس به ښايي ډاکټر وای انجینر وای یا د حکومت کې به وای تنخا به مې درلوده موږ خو په حکومت کې کار نه شو کولی د بیسوادۍ د لاسه بس هماغه دوکانونه مو دي ګټو او خورو یې بل کار مو نه شته."

د افغانستان پوهنې وزارت د خپرونو مشر کبیر حقمل وايي دوی ته په سمه توګه د دوی ستونزې نه رسول کیږي:
"په هغو سیمو کې چې د دوی شمیر زیات وي او دوې یې غوښتنه ولري زموږ تصمیم همدا دی چې هلته ورته ښوونځي جوړ کړو که یو وي یا څو دانې یا تر هر حده چې د دوی ښوونځي په کار وي."
افغان حکومت او نړيوال ملاتړي يې په تېرو ١٥ کلونو کې د تعليم په ډگر کې پرمختگ د وياړ خبره بولي. خو له دې پرمختگه د افغان سکانو او هندانو ماشومانو بې برخې دي.

هېڅوک په نورو عادي ښوونځيو کې د دوى د ماشومانو ځور ته پام نه کوي او چارواکي خپله دومره توان نه لري چې بېل ښوونځي ورته جوړ کړي.









