داعش ډلې د سترې محکمې د برید پړه ومنله

د عکس سرچینه، Getty Images
اسلامي دولت نومې ډلې کابل کې د سه شنبې د ورځې سترې محکمې ته نژدې د ځانمرګي برید پړه ومنله چې لږترلږه ۲۰ کسان پکې ووژل شول او ۴۵ تنه ټپیان دي.
د راپورونو پر بنسټ وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل ول.
اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې د برید پړه د یوې ټولنیزې شبکې له لارې منلې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
پر سترې محکمې پرونی برید افغان او نړیوالو چارواکو په کلکه وغنده.
له پېښې وروسته په لومړي ځل د امریکا متحده آیالتونو د دفاع وزیر او ملي امنیت مشاور د افغان حکومت له مشرانو سره ټیلېفوني خبرې کړي او برید یې غندلی.
داعش ډلې تر دې وړاندې هم پلازمېنه کابل کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي چې په لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
تر دې وړاندې د داعش لږترلږه دوه خونړي بریدونه د هزاره ګانو پر غونډو ول چې ډېر کسان پکې مړه او ټپیان شول.








