د داعش ځانمرګي برید د طالبانو له خوا نومول شوی والي ټپي کړی

کندز
د عکس تشریح، تر دې پخوا په نورو ولایتونو کې د طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې ترمنځ وسله والې نښتې شوې وې.

کندز ولایت کې سیمه ییز افغان چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا کندز ولایت ته نومول شوی والي ملا عبدالسلام د اسلامي دولت نومې ډلې، داعش له خوا په ترسره شوي ځانمرګي برید کې ټپي شوی دی.

د ملي اردو د ۸۰۸ سپین زر زون ویاند محفوظ الله اکبري بي بي سي ته وویل تېره شپه د داعش ډلې دوو غړو د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قومندان، ملا بصیر په کور کې ځانمرګی برید وکړ.

د ده په وینا د چاودنې پر مهال ملاعبدالسلام هم د ملابصیر په کور کې و چې د چاودنې له امله ملا عبدالسلام ټپي شوی دی.

د ښاغلي اکبري په وینا د چاودنې پر مهال د طالبانو دوه ځانمرګي بریدګر هم موجود ول چې چاودېدونکي توکي یې چاودلي او یو شمېر طالبان یې وژلي.

ښاغلی اکبري وايي د سیمې د اوسېدونکو په خبره د ملابصیر له کوره د پنځو مړو جنازې اېستل شوي دي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبر رد کړی دی.