د استانبول برید مشکوک 'افغانستان کې روزل شوی'

د عکس سرچینه، AFP
د ترکیې استانبول والي وايي، د نوي کال پر شپه پر کلب مشکوک بریدګر عبدالقادر ماشاریپف په افغانستان کې روزل شوی و او په برید کې یې خپل لاس لرل منلي دي.
د استانبول والي واسپ شاهین ویلي، اټکل کېږي چې مشکوک یو کال وړاندې د ۲۰۱۶ کال جنورۍ کې ترکیې ته تللی وي.
ده وویل، مشکوک نیول شوي د برید په ترسره کولو اعتراف کړی او د ګوتې نښې یې د برید په ځای کې د څېړل شویو ګوتنښو سره یوشان دي.
په رینا کلب برید کې نهه دېرش کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
په وژل شوو کې د اسرائیلو، فرانسې، تونس، لبنان، هند، بلجیم اردن او سعودي عربستان وګړي هم وو.
د برید پړه د (اسلامي دولت) داعش په نامه ډلې ومنله، چې په وینا یې دا برید یې په سوریه کې د ترکیې د پوځي مداخلې په غچ اخیستو کې کړی.
پولیسو د دوشنبې پر ماښام استانبول کې د یوه قرغیزستاني په کور کې مشکوک ونیو. ترکي رسنیو وویل، د مشکوک ملګری او درې نورې ښځې هم نیول شوې.
ښاغلي شاهین وویل، ځینې ناسم رپوټونه خپاره شوي چې له مشکوک سره د هغه څلور کلن زوی هم د نیول کېدا پرمهال و.
دی زیاتوي، پولیسو په کور کې تومانچې، چاودېدون:ي توکي او بهرنۍ پیسې هم موندلې دي.

د عکس سرچینه، AP
عبدالقادر ماشاریپف څوک دی؟
- په اصل کې د مرکزي اسیا د ازبکستان اوسېدونکی دی، چې بیا د ۲۰۱۶ کال لومړیو کې له خپلې کورنۍ سره د ترکیې مرکزي ښار قونیې ته تللی
- ویل کېږي خپل نوم یې پر ابو محمد خراساني اړولی
- د ترکي رسنیو له خوا د "اسلامي دولت" نومې ډلې غړی معرفي شوی
ترکیه کې د داعش بریدونه

د عکس سرچینه، Reuters
- اګسټ ۲۰مه: غازي عنتاب کې د واده پر مراسمو بمي برید لږترلږه ۳۰ کسان ووژل، چې پړه یې "اسلامي دولت" (داعش) ډلې ومنله.
- جولای ۲۸مه: د استانبول اتاترک پر هوايي ډګر بمي برید او ډزو ۴۱ کسان ووژل، د پړې ګوته یې "اسلامي دولت" نومې ډلې ته ونیول شوه.
- مارچ ۱۹مه: ځانمرګي برید د استانبول یوه خرڅلاوځي کې لږترلږه څلور کسان ووژل، د برید پړه پر داعش ډلې واچول شوه.
- جنوري ۱۲مه: د استانبول په یوه سیاحتي سیمه کې د "اسلامي دولت" ډلې ځانمرګي برید کوونکي ۱۲ جرمنیان ووژل.
- اکتوبر ۱۰مه: انقره کې د اورګاډو له تمځي بهر لږترلږه ۱۰۰ کسان ووژل شول، پړه یې پر داعش واچول شوه.
- جولای ۲مه: د سوریې پولې ته څېرمه په سوروج سیمه کې لږترلږه ۳۴ کسان ووژل شول.








