جمعیت اسلامي ګوند ارګ سره د عطا محمد نور د خبرو ملاتړ وکړ

جمعیت اسلامی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته د هغه زوی صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي ګوند مشر وټاکل شو.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو ارګ سره د بلخ د سرپرست والي او د دغه ګوند اجراییه مشر عطامحمد نور د خبرو اترو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دغه خبرې د ګوند مشرانو سره په همغږۍ ترسره شوي دي.

سره له دې چې دغه ګوند د مذاکراتو له دوامه ملاتړ کړی عطامحمد نور ته یې دوه میاشتې وخت ورکړی چې له ولسمشر اشرف غني سره خپلې خبرې اترې وروستۍ کړي.

تر دې وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند ځینو غړو ولسمشرغني سره د ښاغلي نور خبرې د ده شخصي کار بللی و نه د جمعیت ګوند په استازیتوب.

د دغه ګوند ویاند واقف حکیمي ویلي جمعیت اسلامي ګوند د عطامحمد نور دا هڅې تاییدوي چې له ولسمشر غني د دغه ګوند لپاره ډېره ونډه غواړي.

جمعیت اسلامی

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، ولسمشر غني واک ته له رسېدو وروسته عطامحمد نور نه له سرپرستۍ لېرې کړ او نه یې هم سرپرستي ترې لېرې کړه.

بي بي سي سره خبرو کې ښاغلي حکیمي ومنله چې ګوند کې دننه اختلاف شته خو ټینګار یې وکړ چې دا د یو له بله بېلېدو په معنا نه ده.

د عطامحمد نور او د حکومت د اجراییه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ اړیکي وروسته له هغه سړې شوې چې ارګ سره د عطامحمد نور د خبرواترو رپوټونه خپاره شول.

ښاغلی عبدالله په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې جمعیت اسلامي نوماند و.

ښاغلي نور مرغومې میاشت کې له بي بي سي سره یوې ځانګړه مرکه کې پر ښاغلي عبدالله نیوکه وکړه چې مدیریت کې پاتې راغلی دی.

ښاغلي نور مرکه کې وویل چې دی به د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب هغه څه له ولسمشرغني ترلاسه کړي چې اجراییه مشر عبدالله یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی.

جمعیت اسلامی

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، وروستیو کې د عبدالله عبدالله او عطا محمد نور اړیکي سره خړې پړې شوې دي.

له هغې مرکې وروسته سره له دې چې د جمعیت اسلامي ګوند کوم رسمي غبرګون ونه ښود خو د دغه ګوند د یو شمېر مشرانو د ناخوښۍ راپورونه خپاره شول.

د جمعیت اسلامي ګوند یوه مهم غړي او د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر محمد اسماعیل له یوې کورنۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي ول چې د عطامحمد نور مذاکرې شخصي دي او د جمعیت اسلامي په استازیتوب نه دي شوي.

څو ورځې وړاندې عطامحمد نور د کابل شمال کې د خپل ملاتړو ترمنځ غونډه کې د یو شمېر څوکیو د تقسیم خبره وکړه چې ګواکې دولت ورسره منلې. دا خبره وروسته د ارګ له خوا رد شوه.

تر هغه وروسته د اجراییه مشر عبدالله ویاند وویل چې ښاغلی عطا د اجراییه ریاست په استازیتوب نه غږېږي او "هېڅوک دې د جمعیت له نومه شخصي استفاده نه کوي ".

خو د جمعیت ګوند ویاند ښاغلی حکیمی دواړه خواوې خپلې بولې او وايي: "د عطامحمد نور له خوا پیل شوې خبرې اترې دا معنا نه لري چې ګواکې جمعیت اسلامي د ګوند د اجراییه مشر په توګه له ډاکتر عبدالله ملاتړ نه کوي ".

نور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی نور وروستیو کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ده په وینا جمعیت ته د ډېرې ونډې پر ترلاسه کولو په خبرو اترو بوخت دی.

د خبرو اترو له پیله څو اوونۍ تېرې شوې خو د ښاغلي نور او ارګ ترمنځ د کومې وروستۍ هوکړې خبر نه دی تایید شوی.

د جمعیت اسلامي د ګوند د غړو ترمنځ هم په روستیو دوو ورځو کې مفصلې خبرې شوي چې جزییات یې نه دي خپاره شوي.

داسې ښکاري چې له عطامحمد نوره د جمعیت اسلامي ګوند د ملاتړ پر اعلامیې، د وروستیو دوو ورځو په غونډو کې سلامشورې شوې وي او خپره کړې یې وي.