عبدالله: پارلماني نظام لا ډېر ملي حاکمیت تمثیلولی شي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عبدالله: په اوسني اساسي قانون کې د ښاروالیو انتخابات هم راغلي، خو حکومت پکې تراوسه پاتې دی.

د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله د اساسي قانون لمانځغونډه کې وویل، چې په دغه قانون کې د بدلون غوښتنه د اساسي قانون خلاف ګام نه دی.

د نوموړي په خبره، د اساسي قانون جوړېدلو پرمهال د افغانستان لپاره ریاستي نظام غوره وبلل شو" خو د کلونو په اوږدو کې موږ پر دې فکر شوو، چې پارلماني نظام به د افغانستان لپاره غوره وي، خو دا له اساسي قانون سره په ټکر کې خبره نه ده".

د حکومت اجراییه رییس دا خبرې د اساسي قانون نمانځغونډه کې وکړې چې په ارګ کې جوړه شوې وه.

"زه نن هم په دې باوري يم چې پارلماني نظام لا ډېر ملي حاکمیت تمثیلولی شي. چې د اتباعو حق دی، زما هیله دا ده چې د ملي وحدت حکومت داسې شرایط برابر کړي، چې ولس یې په قانونمنده فضا کې پر خپلو مساوي حقونو بحث وکړي"

د نوموړي په خبره، اساسي قانون کې ښاروالان انتخاباتي دي، خو تراوسه دا کار نه دی شوی: "په دې برخه کې موږ بریالي نه و او ولایتونو ته د واک لېږدولو کې پاتې راغلي یو".

هغه له کابل څخه ځايي ولایتي ادارو ته د واک لېږدولو خبره هم یاده کړه : "د مختلفو توکمونو موجودیت، شرایط او د افغانستان طبیعت دا غوښتنه کوي چې واک په مختلفو کچو وي او ولېږدول شي".

هغه د ملي یوالي حکومت جوړېدلو تړون ته په اشارې وویل، چې په تړون کې د اساسي قانون د لویې جرګې له مخې قانون کې د تعدیل ژمنه شوې ده، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

هغه وویل، چې ژمنه شوې وه د تعدیل قانون لپاره یو کمېسون جوړ شي، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر غني د افغانستان اساسي قانون د انساني حقونو خوندي کوونکی بولي.

ولسمشر غني هم د اساسي قانون لمانځغونډه کې وویل، چې د افغانستان اساسي قانون هم د قانوني تعدیل غوښتنه په قانوني بڼه غواړي.

نوموړي د افغانستان اساسي قانون د انساني حقونو خوندی کوونکی وباله اوزیاته یې کړه، چې پر هر افغان وګړي دا قانون پلی کېږي: نن سبا هر چېرته د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د اعلامیې خبره کېږي، خو زموږ اساسي قانون پر انساني حقونو پر ټینګار سربېره دولت مکلف ګڼي چې دغه حقوق خوندي کړي، ځکه ویلی شو چې دا اساسي قانون د بشري حقونو په برخه کې تر دې اعلامیې یو ګام مخکې دی.

د افغانستان اوسنی اساسي قانون د پخواني ولسمشر حامدکرزي په واکمنۍ کې جوړ شوی، چې سږ کال یې دیارلسمه کلیزه ده.

هر کال د اساسي قانون د اونۍ په نوم د دغه قانون لمانځغونډې جوړېږي.