له ارګ سره د نور خبرې ''د اجراییه ریاست په استازولۍ نه دي''

د عکس سرچینه، AFP
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان اجراییه ریاست وايي، د واک ویش او سیاسي هوکړه لیک د پلي کولو پر سر د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور خبرې د جمعیت اسلامي ګوند له آدرسه ترسره کېږي نه د اجراییه ریاست.
د اجراییه ریس ویاند مجیب رحیمي وايي د سیاسي هوکړه لیک د موادو پر سره خبرې یوازې د اجراییه ریاست له خوا ترسره کېږي.
تر دې وړاندې ښاغلي نور ویلي وو، اجراییه ریاست د سیاسي موافقه لیک په برخې کې کمزوري ګامونه اوچت کړي او وروسته تر دې به خپله له ولسمشرۍ ماڼۍ سره خبرې پیل کړي.
خو د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي وايي دغه خبرې شخصي دي:
'' هغوی تل ټینګار کوي چې د جمعیت او د دغه ګوند د اجراییه ریس په توګه خبرې کوي. د افغان حکومت د اجراییه ریاست په استازیتوب هیڅوک له هیچا سره په خبرو بوخت نه دي، د اجراییه ریاست استازیتوب خپله اجراییه رییس کوي او که هر راز او په هره کچه خبرې ترسره شي، خپله د اجراییه ریاست له خوا به څارل کېږي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د بلخ ولایت سرپرست عطامحمد نورو دا وروستیو کې یوې غونډې ته ویلي، اوس یې له ولسمشرۍ ماڼۍ خپلې غوښتنې پیل کړي، خو د اجراییه ریاست له خوا به نه وي.
هغه ویلي په غوښتنو کې یې لږترلږه ۳۰دېرش سفارتونه، ۳۰دېرش مرستیالۍ او نور اوږد لست دی، خو نه غواړي چې له رسنیو سره یې شریک کړي.
تر دې وړاندې اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په وار، وار د سیاسي موافقه لیک د نه پلې کېدو په تړاو نیوکې کړي او خبرداري یې هم ورکړي دي.








