د دوستم او نور د پلویانو ترمنځ نښته کې یو کس وژل شوی

د عکس سرچینه، f
د افغانستان شمالي فاریاب ولایت مرکز میمنه کې د دوو سیالیو ډلو پلویانو لاریون په تاوتریخوالي اوښتی، چې له کبله یې په ډزو کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د د ولسمشر د لومړي مرستيال، عبدالرشيد دوستم اود بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور د پلويانو دوه بېلابېل لاريونونه سره مخامخ شول.
د فاریاب امنیه قومندان سید آقا اندرابي بي بي سي ته ومنله، چې د دواړو ډلو ترمنځ تاوتریخوالی شوی او یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي اندرابي وویل، دواړو غاړو پر یو او بل ډزې کړې، خو د پېښې په اړه یې نور جزییات ور نه کړل.
تېره ورځ په بلخ کې هم ورته لاريونونه شوي وو چې د افغانستان د شمال حوزې د پولیسو قومندان په وينا د" سیالو خواوو ترمنځ لاریونونه په سوله ییز ډول پای ته ورسېدل".

په مزارشريف کې لومړنى اعتراض يا لاريون هغه مهال وشو چې جنرال دوستم سلګونو پلویانو د نوروز په شپه د هغه د انځور څېرې کېدو په اعتراض مظاهرې ته راووتل.
د جنرال دوستم معترضو پلویانو د بلخ ولایت سرپرست عطاء محمد نور پلویان د هغه عکس ته د "سپکاوي" مسوول بلل، خو ښاغلی نور دا خبره رد کړې ده.
په عین حال کې د عطاء محمد نور سلګونو پلویانو هم د هغه په ملاتړ د ښار په سوېلې برخه کې لاریون کړی و.
معترضانو د لاریون په پای کې د پرېکړه لیک په خپرولو سره د "سپکاوي" کوونکو د مجازاتو غوښتنه کړې او په عین حال کې یې ټینګاردرلود چې ددوی په ټکو " بلخ کې بايد انحصاري او یو ګوندیز حکومت" پای ته ورسېږي.

په تېرو دوو ورځو کې د ښاغلي دوستم او ښاغلي نور د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې ده. هغوی په ټولنیزو شبکو کې په علني ډول د یو بل پروړاندې دریځ نیولی دی.








