
له یوې لسیزې وروسته په لومړي ځل دغه ورځ د جمعیت اسلامي ګوند لخوا ولمانځل شوه، چې د یو شمېر نورو ګوندونو استازو هم په کې برخه اخیستې وه.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني د ګوندونو په کچه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي رباني په ټاکنو کې د ګوندونو د رول لوبول د تل پاتې دیموکراسۍ په راوستو کې مهم وبلل.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني وايي، روانه ناڅرګند حالت نه د وتلو او یوه سیاسي سمبالښت ته د رسېدو لپاره اړتیا ده، چې ګوندونه د سیاست د اصلي څېرو په توګه رول ولوبوي.
نوموړي چې، په افغانستان کې په سوله ییزه توګه د قدرت د لېږد د ۱۱کلیزې په لمانځ غونډه کې خبرې کولې، و يې ویل، چې راتلونکې ولسمشریزې تاکنې دې د ګوندونو په کچه ترسره شي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني وايي: "زموږ په باور ټاکنې باید د ګوندونو په کچه ترسره شي، که ځینې په دې کې څه ستونزه ویني، نو بله لار دا ده، چې د راتلونکو ملي شورا په ټاکنو کې ګوندونو ته په څوکيو کې برخه ورکړل شي".
د ملي ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، چې په دغه غوڼده کې برخه اخیستې وه، خبرداری ورکوي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې دوی ته درغلي د منلو وړ نه ده.
"نن د سیاسي قدرت د لېږد مشروع وسیله ټاکنې دي. که څوک دا فکر لري، چې د نامشروع قدرت ادامه په درغلیو ټاکنو یا په دې سره تظمینوي، چې پر ټاکنو سترګې پټې کړي، دا خیال دې له خپله سره وباسي".
شا وخوا ۱۱کاله مخکې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته د سولې د عالي شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني د قدرت واک د موقتې ادارې مشر ولسمشر کرزي ته وسپاره.
خو له یوې لسیزې وروسته په لومړي ځل دغه ورځ د جمعیت اسلامي ګوند لخوا ولمانځل شوه، چې د یو شمېر نورو ګوندونو استازو هم په کې برخه اخیستې وه.












