
صلاح الدین رباني وايي چې افغان حکومت پخپلو ژمنو کې او د ښاغلي رباني د قاتلینو په پېژندلو کې پاتې راغلی دی.
د برهان الدین رباني زوی او د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني د افغانستان حکومت د خپل پلار د وژل کېدو د دوسیو د څېړلو په چاره کې په ناغیړی تورن کړ.
د کابل وزیر اکبرخان پر تپه د برهان الدین رباني پر قبر د نوموړي مینه والو او خپلوانو ګلونه کېښودل.
دغو مراسمو ته د رباني زامن او لوڼې ورغلې وي، او ځینو جګپوړو حکومتي چارواکو هم ګډون په کې کړی و.
خو ولسمشر کرزی، مرستیالان یې او ځینې مخکني جهادي مشران بیا د لویې جرګې په خېمه کې سره جرګه شوي وو او د رباني د وژل کېدو د لومړي تلین په مناسبت یې د هغه له زرګونو ملاتړو سره غمشریکي وکړه.
ښاغلي کرزي پخپلو خبرو کې د رباني کارنامې وویلې او ژمنه یې وکړه چې د سولې د عالي شورا د مخکني رییس د سولې هڅې به مخته وړي:
"د سولې په نامه استازی د استاد رباني مخې ته راغی او هغه یې د سولې په نامه شهید کړ. نو استاد چې کوم هدف درلود، هغه ته ورسېد او د سولې لپاره یې ځان قرباني کړ. اوس موږ د افغانستان خلک باید خپل هېواد دغه هدف ته ورسوو چې زموږ خلک په امن، سوله او هوساینه کې ژوند وکړي."
تحلیل

هدایت الله همیم
- برهان الدین رباني ته له دوو بېلابېلو سیاسي لیدلورو کتل کیږي، یوه په افغانستان کې په اویایمه لسیزه کې د هغه ګوند د مشر په توګه، چې په جنګي جنایتونو تورن دی.
- هغه کلونه، چې ملکي وګړو ته يي درنه مرګ ژوبله واړوله او د افغانستان له پلازمېنې کابل څخه يې یوه کنډواله جوړه کړه.
- او دوم يې د هغه شورا مشر، چې د سولې د ټینګښت لپاره له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو ماموریت یې درلود.
- داسې کسان هم کم نه دي، چې دی په دغه هېواد کې د جګړې او بحران د اصلي لامل په توګه پېژني.
په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی تر وینا کولو وروسته ووت، د رباني زوی صلاح الدین رباني حکومت د خپل پلار د وژلو په تړاو د دوسیې په تعقیب کې ناکام وباله:
"له بده مرغه، حکومت د پرله پسې هدفي وژنو د قضیو په تعقیبولو کې بریالی نه و، او د افغانستان د جهاد او مقاومت د مشر تر شهادت یو کال وروسته هم خلکو ته په دې اړه معلومات ورنه کړل. د استاد د قضیې په ګډون دا ډول ټولې دوسیې ناڅرګندې پاتې دي."
د ربانې د وژنې پړه نېغ په نېغه پر طالبانو واچول شوه، چې د ولسمشر د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي په وینا دغه ډله د نورو په واک کې ده:
"مخالف وسله وال دې د بهرنیو له هغو حلقو راووځي چې اوس یې په خدمت کې دي او د هغوی په امر خپل هېواد ویجاړوي. د ژغورنې یوازینۍ لار دا ده چې له سولې سره یوځای شي او د سولې بهیر ومني. "
خو یوه بل مخکني جهادي مشر، عبدرب الرسول سیاف بیا د رباني د قاتلینو او پر هغه د ځانمرګي برید د عاملینو د نیولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي سیاف له مذهبي اړخه د رباني د قاتلینو د مجازاتو خبره وکړه:
"استاد ته ډاډ ورکړل شوی و چې دغه کس (ځانمرګی) یو پاک او صاف سړی دی. له همدې ناوړه ډاډ یې په ګټې اخیستو لوی جنایت وکړ چې د شهید استاد په وژنه کې یې غدر وکړ. او د غدر سزا د قیامت په ورځ د غادر په شا بیرق درول کېږي."
سیاف
"استاد ته ډاډ ورکړل شوی و چې دغه کس (ځانمرګی) یو پاک او صاف سړی دی. له همدې ناوړه ډاډ یې په ګټې اخیستو لوی جنایت وکړ چې د شهید استاد په وژنه کې یې غدر وکړ. او د غدر سزا د قیامت په ورځ د غادر په شا بیرق درول کېږي."
برهان الدین رباني تېر کال کابل کې د خپل کور د ننه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې اوس یې پر ځای د سولې د عالي شورا او همدارنګه د جمعیت اسلامي مشري د هغه زوی صلاح الدین رباني پرمخ بیايي.
د رباني تر وژل کېدا وروسته ولسمشر کرزي د دفاع د مخکني وزیر عبدالرحیم وردګ په مشرۍ د دغې وژنې د پراخې پلټنې یو پلاو وټاکه، خو د رباني کورنۍ او نژدې کسان وايي چې ددغه پلاوي د پلټنو د پایلو لاهم څرک نه دی لګېدلی.












