کابل کې یو پوهنتون د برهان الدین رباني په نوم ونومول شو

د خپريدو وخت: 10:02 گرینویچ - چارشنبه 19 سپتمبر 2012 - 29 وږی 1391

نن د پخواني وژل شوي ولسمشر برهان الدین رباني لومړنی تلین دی.

په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د برهان الدین رباني په نوم ونومول شو.

دغه نوم نن (سې شنبه، سپتمبر/۱۹) په رسمي توګه د چارواکو له خوا یاد شوي پوهنتون ته ورکړل شو.

دغه نومونه د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې د پخواني وژل شوي ولسمشر برهان الدین رباني د لومړني تلین په مناسبت تر سره کیږي.

تر دې وړاندې د کندهار هوایي ډګر ته هم د برهان الدین رباني د نوم د ورکړې خبرونه خپاره شوي وو.

نن د پخواني وژل شوي ولسمشر برهان الدین رباني لومړنی تلین دی.

په همدې مناسبت ولسمشر حامد کرزي د هغه د درناوي په موخه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ښاغلي رباني په نوم نومولی دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وایي د ولسمشر د فرمان له مخې به نن دغه پوهنتون ته نوې لوحه نصب شي.

دغه پوهنتون د کابل په لوېدیځ کې په هغه سیمه کې پروت دی چې د برهان الدین رباني د واکمنۍ پرمهال د مجاهدینو د خپل منځیو جګړو لمبه په کې تر ټولو ډېره توده وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>